اسرائيل دې د نوو ښارګوټو جوړول ودروي
اروپائي اتحادئې په کرتو له اسرائيلو غوښتي دي، په بشپړ توګه دې د ښارګوټو جوړونې ودروي او د ۲۰۰۱کال له مارچ څخه جوړې شوي پُستې دې هم ونړوي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست مسئول جوزف بورل بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د صهیونیسټ رژيم د نوو ښارګوټو له جوړونې سره د اروپائي اتحادئې د مخالفت خبر ورکړی او په دې اړه ئې کلکه اندیښنه څرګنده کړې ده .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، زه په جیوات هاماتُس سیمې کې د یوه نوي ښارګوټي د جوړولو لپاره د څه دپاسه دولس سوه کورونو د جوړولو د پيلولو په باب د اسرائيلي چارواکو په فیصلې سخت اندیښمن یم .
جیوات هاماتُس په نیواکي لویدیځي غاړې کې د بیت لحم او نیواکي قدس ترمینځ واقع سیمه ده .
ددغې اعلامیې په اساس اروپائي اتحادئې په کرتو له اسرائيلو غوښتي دي، په بشپړ توګه دې د ښارګوټو جوړونې ودروي او د ۲۰۰۱کال له مارچ څخه جوړې شوي پُستې دې هم ونړوي . د ا موضوع هماغه شان د اروپائي اتحادئې یو چورلټ دریځ دی چې دښارګوټو جوړول د نړیوالو قوانینو په اساس غیر قانوني کار دی .
صهیونیسټي وحشي رژيم د فلسطنیانو د کورونو په ورانولو او د دوي په مځکو کې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو په جوړولو سره د فلسطنینو سیمو د نفوسي او جغرافیائي جوړښت په بدلولو او ددغو سیمو په صهیونیسټي کولو پسې دی .