په عراق کې دوه وحشي داعشي کمانډران ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94237
د عراق له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د ادارې مشر روښانه کړې ده ، ابوابراهیم القرشي د داعشي عناصرو لپاره نور اهمیّت نه لري او په همدې دلیل په شخصي توګه او په پټه له یوه ځایه بل ځاي ته منتقلیږي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 16, 2020 14:52 Asia/Kabul
  • په عراق کې دوه  وحشي داعشي کمانډران ونیول شول

د عراق له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د ادارې مشر روښانه کړې ده ، ابوابراهیم القرشي د داعشي عناصرو لپاره نور اهمیّت نه لري او په همدې دلیل په شخصي توګه او په پټه له یوه ځایه بل ځاي ته منتقلیږي

 العربی الجدید خپرونې  راپور ورکړی دی ،  د  عراق  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د ادارې مشر عبدالوهاب  الساعدي  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د تکفیری داعشي ترهه ګرې  ډلې سرغنه  ابو ابراهیم  القرشي نور ددې جوګه نه دی ،څو  په مستقیم ډول د داعشي عناصرو  قومانداني وکړي .

د عراق ددغه قوماندان په وینا، القرشي  دعراق او سورئې په پوله ایزو سیمو کې   له یوه ځایه بل ځاي ته د  تلو په حال کې وي  او دغه خوځښتونه  په سرحدي سیمو کې لازیات  څرګند دي . په همدې خاطر  دغه  ځواک د داعشي سرغنو  د نوو خوځښتونو  په اړه د نوو اطلاعاتو  ته لاس رسی او د دوي څارنه په دقت  سره  ترسره کیږي .   

 د عراق له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې  د ادارې مشر روښانه کړې ده ، ابوابراهیم القرشي  د داعشي عناصرو لپاره نور اهمیّت نه لري  او په همدې دلیل په شخصي توګه او په پټه له یوه ځایه بل ځاي ته منتقلیږي .

داعش تکفیری  ترهه ګرې ډلې تیر کال   القرشي  د ابوبکر البغدادی  جانشین معرفي کړی دی . 

 همداراز د عراق د پوځ  د درستیز والۍ ویندوي یحیی رسول  هم  وئيلي دي ،   دعراق په کرکوک ولایت کې ئې په زغیتون دښتې کې په پاکونکو عملیاتو کې د داعش تکفیری  ترهه ګرې ډلې  دوه مهم کمانډران   سره د وسایلو اوتجهیزاتو نیولي دي . دعراق  امنیتی ځواک  له الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک سره  یو ځاي  دعراق په مختلفو  سیمو کې د داعشي تکفیریانو  د پاتې جنایتکارو  په ضد پاکونکو عملیاتو په ترسره کولو سره  د داعشي جنایتکارو د جرړه وچولو په حال کې دی .