په عراق کې ۲۱ترهه ګر پانسي شول
د عراق په بندونو کې څه دپاسه اتلس زره ترهه ګر بندي دي اوتر دې دمه د ترهه ګرو عناصرو په تیره بای له الحوت زندانه د داعشي جنایتکارو ترهه ګرو دتښتې څو پلانونه د عراق د امنیتی چارواکو په ځيرتیا اوهوښیارۍ سره ناکام شوي دي .
شفق نیوز خبری سایټ نن راپور ورکړی، د عراق له ترهه ګرۍ رسه د مبارزې د قانون په سبب د۲۱ترهه ګرو د پانسۍ د حکم اجرا کیدا،د عراق د ولسمشر برهم صالح له لاسلیک وروسته،د الناصریه او الحوت په دوو زندانونو کې اجرا شوي دي .
له ۲۰۱۸کال څخه تر دې دمه دا لومړنی ځل دی ، چې د عراق د ولسمشر برهم صالح له نهائي لاسلیک کیدا وروسته د ترهه ګرو دپانسۍ حکم اجرا شو .
په ۲۰۱۷کال کې پر داعشي تکفیریانو د عراق له بریالیتوب وروسته،ددغه هیواد عدالتونو ،د ترهه ګرو په ضد د پانسۍ په سلګونو فیصلې صادرې کړي دي،چې ددغو فیصلو اجرا د عراق د ولسمشرنهائي لاسلیک ته اړتیا لري .
د عراق په بندونو کې څه دپاسه اتلس زره ترهه ګر بندي دي اوتر دې دمه د ترهه ګرو عناصرو په تیره بای له الحوت زندانه د داعشي جنایتکارو ترهه ګرو د تښتې څو پلانونه د عراق د امنیتی چارواکو په ځيرتیا اوهوښیارۍ سره ناکام شوي دي .