امریکا د بغداد په شنې سیمې د راکټي بریدونو عامله ده
زمونږ خبریال وايي د عراق په پارلمان کښې الفتح ائتلاف وویل امریکا د بغداد په شنې سیمې باندې د راکټي برید عامله ده .
د عراق په پارلمان کې د الفتح ائتلاف استازي مختار الموسوي وویل امریکا داسې انګیري چې مقاومت ډلې د بغداد په شنې سیمې د حملو عاملې دي چې واشنګټن له دې لارې وکولای شي په عراق کښې فتنه رامینځته کړي .
الموسوي په دې خبرې باندې په ټینګار سره چې د بغداد په شنبې سیمې په تیرې سه شنبې ورځې راکټي حملې د مقاومت له ډلو سره هیڅ ارتباط نلري د عراق په حکومت غږ وکړ چې په دې زمینه کښې اقدام وکړي .
د عراق پوځ په تیرې سه شنبې شپې د بغداد په شنبې سیمې باندې د اوو() راکټونو د لګیدا خبر ورکړ .
د عراق مقاومت ډلو په تیرو څو ورځو کښې امریکا د دغو راکټي بریدونو عامله بللي ده .
امریکا له سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، اردن ،اسرائیلو او انګلستان وغیره سره یوځاې په عراق کښې د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړي او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکي ده .