د داعش ډلې نوي مشر له امریکا سره ملګرتیا کړي ده
د عراق الفرات ټیلي ويژن د امریکا له استخباراتي ادارې سي ايي ای (cia)سره د داعش ډلې د نوي مشر د ملګرتیا په هکله د یوشمیر سندونو د خپریدا خبر ورکړ .
دغه ټیلي ويژن نن په یوه (۲) راپور کښې وویل خپاره شوي سندونه وايي چې د داعش ترهګرې ډلې نوي مشر میر محمد سعید عبدالرحمن المولي چې په ابو ابراهیم القرشي مشهور دی په دوه زره اتم (۲۰۰۸) میلادي کال کښې د عراق په « بوکان » زندان کښې د امریکا استخباراتي ادارې سي ايي ای ته زیات اطلاعات ورکړي وو .
دغه سندونه وايي چې د امریکا عسکرو د عراق په بوکان زندان کښې د داعش ترهګرې ډلې غړیو ته پوځي روزنه ورکوله .
دغه سندونه زیاتوي داعش ډله په کوم ډول وتوانیدله په دوه زره اوم (۲۰۰۷) او دوه زره اتم (۲۰۰۸) میلادي کلونو کښې په عراق کښې د امریکا د عسکرو د شمیر له زیاتیدا وروسته ځان پیاوړی کړي .
داعش ډلې تیر میلادي کال القرشي د ابو بکر بغدادي د ځانی ناستي په توګه معرفي کړی و .
د داعش ترهګرې ډلې پخوانی مشر ابو بکر بغدادي د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې د سوریې په شمال لویدیځ کښې په پوځي عملیاتو کښې وژل شوی و .