ګانټس د صهیونیستي رژیم د کابینې چاري مخ ته وړي
صهیونیستي رژیم پوري اړوندو رسنیو اعلان وکړ چي د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر ځای به د دې رژیم د جنګ وزیر بنی ګانټس به د صهیونیستي رژیم چارې مخ ته بوځي.
یسرائیل هیوم ورځپاڼې خبر ورکړی چي د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د روغتیایي ټسټونو لپاره به بې هوشه شي او د لندي مودې لپاره به د دې رژیم مشري بني ګانټس په غاړه واخلي.
د دغه راپور سره سم، نتانیاهو یوازې د هاضمې د جهاز معمولي ټسټونه تر سره کوي خو ځینې داسي ګنګوسې شته ګواکې د اسرائیلو سرغنه نتانیاهو په سرطان اخته شوی دی.
د صهیونیستي رژیم سرغنه په وروستیو کلونو کې په ځلونو د ناسمو روغتیایي حالاتو د امله روغتون ته منتقل شوی دی.
نتانیاهو او بنی ګانټس سیاسي سیالان دي چي په ائتلافي توګه د دې رژیم کابینه یې جوړه کړې خو د کارپوهانو په وېنا په راتلونکې کې اسرائیل به د سیاسي بحران سره مخ شي ځکه چي د ګوندونو تر مینځ اختلافات زیات شوي او هیڅ یو ګونډ په یوازې سر هم د کابینې د جوړولو لپاره کافي رایې نه شي تر لاسه کولای.