عربستان غواړي د ابین ولایت القاعدې ته وسپاري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94342-عربستان_غواړي_د_ابین_ولایت_القاعدې_ته_وسپاري
په یمن کې د ابین د ولایت والي اعلان وکړ چي سعودي هڅه کوي چي دغه ولایت د القاعدې ټروریستي ډلي ته وسپاري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2020 13:53 Asia/Kabul
  • عربستان غواړي د ابین ولایت القاعدې ته وسپاري

په یمن کې د ابین د ولایت والي اعلان وکړ چي سعودي هڅه کوي چي دغه ولایت د القاعدې ټروریستي ډلي ته وسپاري.

د ابین والي صالح الجنیدی نن رسنیو ته وویل: سعودي په قصده په دې ولایت کې خپلمنځي شخړو ته لمن وهي تر څو د زنجبار، الشیخ سالم، الطریې او د وادي سلا سیمو کې خلګ خپلو کورونو پرېښولو ته مجبوره شي.

هغه زیاته کړه په دې سره د القاعدې د ترهګري ډلي نفوذ زیاتیږي او سعودي خپلي موخي ته رسیږي، موږ د قبایلو له مشرانو غواړو چي په هوښیارۍ سره د دغي دسیسي مخه ونیسي.

الجنیدي وویل: اوس سعودي عربستان په ښکاره توګه القاعده او نوري ترهګري ډلو ته وسلې او پیسې ورکوي او غواړي په دې توګه په ابین کې هم القاعده پیاوړی کړي.

پر یمن باندې تر تېری او د فوځي عملیاتونو تر ناکامۍ وروسته سعودي عربستان د ترهګرو ډلو څخه اوزارې استفادې ته مخه کړې.

د یمني رسنیو د راپور سره سم، سعودي عربستان په تېرو دوو میاشتو کې د القاعدې د ترهګري ډلي ۱۵۰ غړي یې ابین ولایت ته استولی دی.