د امریکايي ځواکونو وړومبۍ ډله له عراقه د وتلو تیارې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94351-د_امریکايي_ځواکونو_وړومبۍ_ډله_له_عراقه_د_وتلو_تیارې_کوي
د عراق د ګډو عملیاتو د قومندانۍ ویاند له دغه هیواده وتلو ته د امریکايي ځواکونو د وړومبنۍ ډلې د چمتو کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2020 03:16 Asia/Kabul
  • د امریکايي ځواکونو وړومبۍ ډله له عراقه د وتلو تیارې کوي

د عراق د ګډو عملیاتو د قومندانۍ ویاند له دغه هیواده وتلو ته د امریکايي ځواکونو د وړومبنۍ ډلې د چمتو کیدو خبر ورکړ.

تحسین الخفاجي پرون د روسیې سپوټنیک خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل: امریکايي ځواکونه له عراقه شاتګ او وتلو ته تیاریږي او د عراق او امریکې ترمینځ د شوې وروستۍ موافقې له مخې په وړومبي پړاؤ کښې به ۵۰۰ امریکايي پوځیان له عراقه ووځي.

هغه ټینګار وکړ چې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل به په ډیره لنډه موده کښې او د دواړو هیوادونو ترمینځ د ټاکل شوي مهال ویش مطابق وي.

الخفاجي څرګنده کړه: په عراق کښې پاتې امریکايي ځواکونه جنګي ځواکونه نه دي او د دغه شمیر پوځیانو په وتلو سره به په عراق کښې د امریکايي ځواکونو ټول شمیر دوه نیمو زرو ته کم شي.