د نتانیاهو په ضد د مظاهرو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94363-د_نتانیاهو_په_ضد_د_مظاهرو_دوام
د فلسطین په نیواکي سیمو کې میشت خلګو یو ځل بیا د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په وړاندې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2020 03:05 Asia/Kabul
  • د نتانیاهو په ضد د مظاهرو دوام

د فلسطین په نیواکي سیمو کې میشت خلګو یو ځل بیا د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په وړاندې مظاهرې وکړې.

د فارس د راپور سره سم، دغه مظاهره د سده بوکر په نامه د نیواکې فلسطین په جنوبي سیمو کې تر سره شوې، د روانې اوونۍ د پیلېدو سره سم یو ځل بیا په نیواکي سیمو کې د اسرائیلو د سرغنه نتانیاهو په وړاندې مظاهرې زور اخیستی دي.

په وروستیو میاشتو کې په نیواکي فلسطین کې میشت خلګو د کرونا په وړاندې د هغه د کمزوري مدیریت او مالي فساد د امله په ځلونو د مظاهرو په تر سره کولو سره د نتانیاهو د ګوښه کېدو غوښتنه کړې .

په تېرو میاشتو کې د نتانیاهو پر ضد د فساد ۴ دوسیې اشوا شوي چي د ۱۰۰۰، ۲۰۰۰، ۳۰۰۰ او ۴۰۰۰ دوسیو په نامه یادیږي.

د ۱۰۰۰ دوسیه د دې ښودنه کوي چي نتانیاهو له تاجرانو څخه یې ارزښتمني تحفې تر لاسه کړې، د ۲۰۰۰ دوسیه بیا د نتانیاهو او د یدیوت احارونوت د ورځپاڼې د مالک تر مینځ د همکارۍ او د هغه د سیال پر ورځپانې اسرائیل هیوم باندې د غیرقانوني پابندیو د لګولو موافقه اشوا کوي.