پر غزه باندې د اسرائیلو بریدونو ته به سخت ځواب ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94364-پر_غزه_باندې_د_اسرائیلو_بریدونو_ته_به_سخت_ځواب_ورکړو
د فلسطیني  مقاومت د کمېټو ویاند اعلان وکړ چي د غزې پر ترانګه باندې د صهیونیستي رژیم بریدونو ته به سخت ځواب ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2020 03:07 Asia/Kabul
  • پر غزه باندې د اسرائیلو بریدونو ته به سخت ځواب ورکړو

د فلسطیني  مقاومت د کمېټو ویاند اعلان وکړ چي د غزې پر ترانګه باندې د صهیونیستي رژیم بریدونو ته به سخت ځواب ورکړي.

د فلسطیني  مقاومت د کمېټو ویاند ابومجاهد پر غزې باندې د صهیونیستي رژیم د وروستیو بریدونو په غبرګون کې وویل: مقاومت په دې پوهیږي چی د اسرائیل یرغلګر رژیم د کورني بحران سره مخ شوی او دغه بحران د بریدونو د لاری غزې ته صادر کړي.

ابومجاهد زیاته کړه چي که صهیونیستي رژیم پر غزې باندې خپلو تیریو او محاصرې ته دوام ورکړي نو هرو مرو به یې تاوان ورکوي.

پرون د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو څو ځلي د غزې پر ترانګه باندې بمبار وکړ.

د غزې د ترانګې سیمي د ۲۰۰۶ میلادي کال را په دې خوا د اسرائیلو د هوایي، ځمکنې او سمندري محاصرې سره مخامخ شوې چي د امله یې د دې سیمي فلسطیني وګړې د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخ شوي دي.