د فلسطیني مقاومت کمیټې:
پر غزه باندې د اسرائیلو بریدونو ته به سخت ځواب ورکړو
د فلسطیني مقاومت د کمېټو ویاند اعلان وکړ چي د غزې پر ترانګه باندې د صهیونیستي رژیم بریدونو ته به سخت ځواب ورکړي.
د فلسطیني مقاومت د کمېټو ویاند ابومجاهد پر غزې باندې د صهیونیستي رژیم د وروستیو بریدونو په غبرګون کې وویل: مقاومت په دې پوهیږي چی د اسرائیل یرغلګر رژیم د کورني بحران سره مخ شوی او دغه بحران د بریدونو د لاری غزې ته صادر کړي.
ابومجاهد زیاته کړه چي که صهیونیستي رژیم پر غزې باندې خپلو تیریو او محاصرې ته دوام ورکړي نو هرو مرو به یې تاوان ورکوي.
پرون د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو څو ځلي د غزې پر ترانګه باندې بمبار وکړ.
د غزې د ترانګې سیمي د ۲۰۰۶ میلادي کال را په دې خوا د اسرائیلو د هوایي، ځمکنې او سمندري محاصرې سره مخامخ شوې چي د امله یې د دې سیمي فلسطیني وګړې د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخ شوي دي.