د یمن پوځ دعربستان په جنوب کې څو پُستې نیولي دي
دا په داسې حال کې دي چې د یمن د انقلاب د لوړې کمیټې مشر محمد علی الحوثي وئيلي دي ، هرڅومره عربستان د یمن په ضد جنګ ته د وام ورکوي ،نو د سعودي عربستان په موخو به په هماغه اندزاه حملې زیاتې کړي .
المسیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، د یمن دپوځ او ولسی کمیټیو مبارزانو په یولړ عملیاتو کې دعربستان په جنوب نجران کې د سعودي تیریګرو یو شمیر مرکزونه نیولي دي .
راپورښئ ، د یمن پوځ دغو یونټونو په نجران ولایت کې واقع په الظهره جبهې کې په عملیاتو سره د دسعودي عربستان اړونده تالی څټو پر مورچلو په برید سره ډیر تاوانونه او دغه راز ئې په لسګونو مرګ ژبولې هم وراړولی دي .
په دغو عملیاتو کې دسعودي تالی څټو له ماتې سره تښتې ته مخه کړې او په نجران کې ئې خپل مرکزونه او مورچلې خالي پریښودلي دي .
دا په داسې حال کې دي چې د یمن د انقلاب د لوړې کمیټې مشر محمد علی الحوثي وئيلي دي ، هرڅومره عربستان د یمن په ضد جنګ ته د وام ورکوي ،نو د سعودي عربستان په موخو به په هماغه اندزاه حملې زیاتې کړي .