د قطر د بحران له حل څخه د ترکیې ملاتړ
ترکیې د فارس خلیج په شورا کې د قطر د بحران د مناسب حل لپاره د کویټ د وروستیو هڅو نه خوښي څرګنده کړه.
د ایرنا د راپور سره سم، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قطر د بحران د حل په موخه د شرط پرته د فارس د خلیج د هیوادونو له خوا پر خبرو اترو هیله مندي وښوده.
د دې راپور سره سم، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په دې زمینه کې د کویټ د صادقانه هڅو په قدرونې سره پر قطر باندې د لګول شویو بندیزونو او د محاصرې د ختمېدو غوښټنه وکړه.
د کویټ د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال خالد جارا.... اعلان وکړ چي د سعودي عربستان او د قطر تر مینځ بحران ختم او دواړه لوري موافقې ته رسېدلي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په خپل ټوییټر کې د خلیج فارس د هیوادونو د اختلافاتو د حل په موخه د کویټ له هڅو ستاینه وکړه او ولیک: د کویټ دریځ د فارس د خلیج د هیوادونو د بحران په موخه زیات اهمیت لري.
عربستان او د هغه ملګرو (مصر، امارات او بحرین) په ۲۰۱۷ کال کې د عربي جریان سره د دوحې د نه ږغملتیا د امله د قطر سره خپلي ډیپلوماټیکي اړیکي بندې کړې او پر قطر باندې خپلي ټولي ځمکني، سمندري او هوایي لاري یې بندي کړي.