د شهید سلیماني او المهندس لاره دوام مومي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94751-د_شهید_سلیماني_او_المهندس_لاره_دوام_مومي
په عراق کې د النجبا د سیاسي شورا ویاند د دګر جنرال شهید قاسم سلیماني او د شهید ابومهدی المهندس د لاري پر دوام باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Dec 11, 2020 09:51 Asia/Kabul
  • د شهید سلیماني او المهندس لاره دوام مومي

په عراق کې د النجبا د سیاسي شورا ویاند د دګر جنرال شهید قاسم سلیماني او د شهید ابومهدی المهندس د لاري پر دوام باندې ټینګار وکړ.

په عراق کې د النجبا د اسلامي مقاومت ویاند نصر الشمري د داعش پر ټروریستي ډلي باندې د دې هیواد د بریا د کلیزي په مناسبت دغه ویاړ د سردار قاسم سلیمانی او ابومهدی المهندس او د نورو شهیدانو د پاکو وینو او د سرشیندنو او د هغوی د کورنیو د صبر ثمره وبلله او زیاته یې کړه: هیڅ څوک نه شي کولای دغه بریا او لاسته راوړنه یرغمل کړی او یا هم ځلا یې له مینځه یوسي.

د النجبا د اسلامي مقاومت سیاسي شورا هم د یوې بیانیې په صادرولو سره د امریکا او د اسرائیل په ملاتړ د ترهګرو ډلو د برید په وړاندې د عراق د ولس تر څنګ د پاته کېدو د امله د ایران د اسلامي جمهوریت د هڅو قدرونه وکړه.

د دې راپور سره سم، په عراق کې د انټرنیت کاروونکو پر داعش باندې د بریا د دریمي کلیزي په مناسبت او د حشد الشعبي د ولسي ځواکونو او د شهید سردار قاسم سلیماني او ابومهدی المهندس د سرشیندنو د قدرونې په موخه د (حشد_ونصر) او د (یوم _النصر) هشتګونه یې په لاره واچول.