قاسم سلیماني د سیمې د هویت د بدلولو پلانونه شنډ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95021-قاسم_سلیماني_د_سیمې_د_هویت_د_بدلولو_پلانونه_شنډ_کړل
العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ د عراق پخواني لومړي وزیر نوري المالکي وویل د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په مبارزې ، جهاد او هڅې سره وتوانید د سیمې د هویت د بدلولو لپاره ددښمانانو ډیرې نقشې او پلانونه له خاورو سره خاورې کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2020 02:03 Asia/Kabul
  • قاسم سلیماني د سیمې د هویت د بدلولو پلانونه شنډ کړل

العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ د عراق پخواني لومړي وزیر نوري المالکي وویل د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په مبارزې ، جهاد او هڅې سره وتوانید د سیمې د هویت د بدلولو لپاره ددښمانانو ډیرې نقشې او پلانونه له خاورو سره خاورې کړي .

نوري مالکي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په درشل کې وویل شهید قاسم سلیماني له نورو ملتونو او غورځنګونو سره مرسته وکړه چې په مقاومت او اتحاد سره د دښمانانو د دسیسو او د پلانونو په مقابل کښې ودریږي  .

د عراق پخواني لومړي وزیر نوري مالکي په دې خبرې سره چې د قاسم سلیماني د ټرور عملیات د یوه(۱) داسې هیواد(امریکا) لخوا چې تل د ازادۍ او د ډیموکراسۍ ادعا کوي یو(۱) پلید جنایت دی زیاته کړه د عراق حکومت باید په جدیت سره د قاسم سلیماني د ټرور دوسیه تعقیب کړي .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني چې د عراق د حکومت د چارواکو په رسمي بلنه دغه هیواد ته ورغلی و د تیر میلادي کال د جنورۍ  د میاشتې په دریمه (۳) نیټه د عراق د پلازمینې بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د ترهګرو او تیریګرو عسکرو په هوايي برید کښې د الحشد الشعبي ځواک له مشر ابو مهدي مهندس او یوشمیر نورو کسانو سره یوځاې شهید کړ .

امریکا له سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو ، بحرین ، اسرائیلو او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په سیمه کښې د ترهګرو ډلو جوړونکی او ورسره مالي ، پوځي او استخباراتي مرسته کونکی هیواد دی .