امریکا د ماتي په دلیل د عراق حالات خرابوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95081-امریکا_د_ماتي_په_دلیل_د_عراق_حالات_خرابوي
زمونږ خبریال وايي د عراق په پارلمان کښې د الفتح ائتلاف یوه(۱) استازي عدي الشعلان وویل په سیمه کښې د امریکا ماتي سبب شوې چې واشنګټن د عراق د حالاتو خرابولو ته مخه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2020 09:12 Asia/Kabul
  • امریکا د ماتي په دلیل د عراق حالات خرابوي

زمونږ خبریال وايي د عراق په پارلمان کښې د الفتح ائتلاف یوه(۱) استازي عدي الشعلان وویل په سیمه کښې د امریکا ماتي سبب شوې چې واشنګټن د عراق د حالاتو خرابولو ته مخه کړي .

هغه وویل امریکا څو لسیزې کیږي په مینځني ختیځ کښې د خپلو پروګرامونو د تحقق هڅه کوي خو د خپلو ناکامیو په دلیل یې په عراق کښې په مقاومت ډلو او الحشد الشعبي باندې د تورونو لګول پیل کړي دي  .

عدی الشعلان د عراق د امنیتي ځواکونو ، الحشد الشعبي ځواک او د بریالیتوب د قومندانو پرضد د امریکا د جنایتونو په غندلو سره وویل له هیواد څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو مصوبه بدلیدونکي نه ده او حکومت باید د خلکو دغه غوښتنه زر ترزره اجرايي کړي .