قاسم سلیماني د فلسطین د خلکو ملاتړی و
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95159-قاسم_سلیماني_د_فلسطین_د_خلکو_ملاتړی_و
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس نامتو غړي اسامه حمدان د لبنان له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د غزې د خلکو او د مقاومت ډلو ملاتړی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2021 07:16 Asia/Kabul
  • قاسم سلیماني د فلسطین د خلکو  ملاتړی  و

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس نامتو غړي اسامه حمدان د لبنان له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د غزې د خلکو او د مقاومت ډلو ملاتړی وباله .

هغه وویل د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني په دوه زره اتم (۲۰۰۸) او دوه زره نهم (۲۰۰۹) میلادي کلونو کښې د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم په دوه ویشت (۲۲) ورځې  تیري کښې د غزې د خلکو ملاتړ وکړ او د مقاومت  له ډلو سره و .

اسامه حمدان ټینګار وکړ شهید سلیماني د استکبار او د صهیونیسټ نیواکګر رژیم په وړاندې د سیمې د مقاومت د ځواکونو په وحدت او اتحاد کښې مهم رول درلود .

هغه له صهیونیسټ رژیم د ځینو عربو واکمنانو د سازباز په هکله وویل هغه ساز باز کونکي به چې دقدس او دفلسطین په هکله تسلیم شول پښیمانه شي او په سیمه کښې له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو بهیر د اسلامي امت د ارادې واقعیت نه دی بلکې د عربو  ملتونو په وړاندې د سازباز کونکو حقیقي څیره ښکاره کوي .