ایران چي هرکله وغواړي د سردار سلیماني د شهادت غچ اخلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95195-ایران_چي_هرکله_وغواړي_د_سردار_سلیماني_د_شهادت_غچ_اخلي
د لبنان د حزب الله سرمنشي پر دې باندې په ټینګار سره چي د ایران اسلامي جمهوریت یو پیاوړی هیواد دی، وویل ایران هر کله چي وغواړي کولای شی حتی د خپلو ملګرو پرته د سردار سلیمانی غچ واخلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2021 03:10 Asia/Kabul
  • ایران چي هرکله وغواړي د سردار سلیماني د شهادت غچ اخلي

د لبنان د حزب الله سرمنشي پر دې باندې په ټینګار سره چي د ایران اسلامي جمهوریت یو پیاوړی هیواد دی، وویل ایران هر کله چي وغواړي کولای شی حتی د خپلو ملګرو پرته د سردار سلیمانی غچ واخلي.

په لبنان کې د حزب الله سرمنشي سید حسن نصرالله د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان شهید سردار سلیماني په کلیزه کې وویل: سردار سلیمانی یواځې د ایراني ولس اتل نه و بلکي په اسلامي نړۍ کې د مظلومانو څخه د دفاع اتل و چي نه یواځې د اهل تشیعو لپاره بلکي د ټولو مسلمانانو او حتی عیسویانو لپاره سرشیندنه وکړه.

هغه زیاته کړه: ایران هرکله چي د خپلو ځواکونو او ساینس پوهانو د ټرور د غچ اخیستلو فیصله وکړي نو دښمنانو ته به سخت ځواب ورکړي پرته له دې چي د خپلو ملګرو څخه مرسته وغواړي ځکه چي ایران یو پیاوړی هیواد دی.