پر مبارزوعراقي چارواکو دامریکابندیزونه ددوي لالهاندی ده
ستر شیطاني رژيم چې په زور او ترهه ګرۍ سره پر ملتونو مسلط شوی دی ، ددغو ملتونو له پتمنو کسانو ویره اووحشت اجساسوي تر دې چې خپل انډول ئې له لاسه ورکړی دی او په سربدالۍ او لالهاندۍ کې فیصلې کوي ، ځکه د مقاومت چورلیز میړنیو امریکائي استکبار له چیلنجونو سره مخامخ کړی دی .
المیادین خبري چینل راپور ورکړی ، د عراق د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک مشر فالح الفیاض د بندیزونو په لیسټ کې د ابو فدک المحمداوي دنامې په شاملولو کې د واشنګټن فیصله د عراق د حاکمیّت خلاف ورزي بللې او وئیلي ئې دي ، الحشد الشعبي مبارز ځواک د عراق یو رسمي پوځي اورګان دی چې د عراق د درستو قواؤ له ستر قوماندان (لومړي وزیر)څخه فرمان ترلاسه کوي .
الفیاض زیاته کړې ، دعراق هیواد او حکومت باید د امریکا په وسیله دعراق د حاکمیّت د دوامدارو خلاف ورزیو په مقاقبل کې دفاعي اقدام وکړي .
د عراق کتائب حزب ا... غورځنګ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا له خوا د الحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک د چارواکو بایکاټول د له مقاومت څخه د ماتې په وړاندې د امریکا د لالهاندۍ نښه بللې او وئيلی ئې دي ، امریکا به په خپل دغه کار پښمانه شي .
په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی ،ستر شیطاني رژيم چې په زور او ترهه ګرۍ سره پر ملتونو مسلط شوی دی ، ددغو ملتونو له پتمنو کسانو ویره اووحشت اجساسوي تر دې چې خپل انډول ئې له لاسه ورکړی دی او په سربدالۍ او لالهاندۍ کې فیصلې کوي ، ځکه د مقاومت چورلیز میړنیو امریکائي استکبار له چیلنجونو سره مخامخ کړی دی .