پر مبارزوعراقي چارواکو دامریکابندیزونه ددوي لالهاندی ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95383-پر_مبارزوعراقي_چارواکو_دامریکابندیزونه_ددوي_لالهاندی_ده
ستر شیطاني رژيم چې په زور او ترهه ګرۍ سره پر ملتونو مسلط شوی دی ، ددغو ملتونو له پتمنو کسانو ویره اووحشت اجساسوي تر دې چې خپل انډول ئې له لاسه ورکړی دی او په سربدالۍ او لالهاندۍ کې فیصلې کوي ، ځکه د مقاومت چورلیز میړنیو امریکائي استکبار له چیلنجونو سره مخامخ کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 15, 2021 11:10 Asia/Kabul
  •   پر مبارزوعراقي چارواکو دامریکابندیزونه ددوي لالهاندی ده

ستر شیطاني رژيم چې په زور او ترهه ګرۍ سره پر ملتونو مسلط شوی دی ، ددغو ملتونو له پتمنو کسانو ویره اووحشت اجساسوي تر دې چې خپل انډول ئې له لاسه ورکړی دی او په سربدالۍ او لالهاندۍ کې فیصلې کوي ، ځکه د مقاومت چورلیز میړنیو امریکائي استکبار له چیلنجونو سره مخامخ کړی دی .

المیادین خبري چینل راپور ورکړی ، د عراق د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک  مشر فالح الفیاض د بندیزونو په لیسټ کې د ابو فدک المحمداوي  دنامې په شاملولو کې د واشنګټن  فیصله  د عراق د حاکمیّت خلاف ورزي بللې  او وئیلي ئې دي ،  الحشد الشعبي  مبارز ځواک  د عراق یو رسمي پوځي  اورګان دی  چې  د عراق د درستو قواؤ  له ستر قوماندان (لومړي وزیر)څخه  فرمان ترلاسه کوي .

 الفیاض  زیاته کړې ، دعراق هیواد او حکومت باید د امریکا په وسیله  دعراق د حاکمیّت  د دوامدارو خلاف ورزیو په  مقاقبل کې دفاعي اقدام وکړي .

 د عراق  کتائب حزب ا... غورځنګ  هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره  د امریکا  له خوا د الحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک   د  چارواکو بایکاټول  د  له مقاومت څخه د ماتې په وړاندې د امریکا د لالهاندۍ نښه بللې او وئيلی ئې دي ، امریکا  به په خپل دغه کار پښمانه شي .

Image Caption

 

 په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی ،ستر شیطاني رژيم  چې  په زور او ترهه ګرۍ سره  پر ملتونو مسلط  شوی دی ،  ددغو ملتونو له پتمنو کسانو ویره اووحشت اجساسوي تر دې چې  خپل انډول ئې له لاسه ورکړی دی  او  په سربدالۍ او لالهاندۍ کې فیصلې کوي ، ځکه د مقاومت چورلیز میړنیو   امریکائي استکبار  له چیلنجونو سره مخامخ کړی دی .