د بحرین عالمانو د رضوي حرم بایکاټیدل وغندل
-
د امام رضا علیه السلام د حرم متولي
د بحرین علماؤ د امریکې د بندیزونو په لسټ کښې د امام رضا علیه السلام د حرم د نوم د شاملولو په هکله د دغه هیواد اقدام په کلکه غندلی دی.
د بحرین علماؤ د امریکې د بندیزونو په لسټ کښې د امام رضا علیه السلام د حرم د نوم د شاملولو په هکله د دغه هیواد اقدام په کلکه غندلی دی.
د بحرین د علماؤ تنظیم پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: دا په ټوله نړۍ کښې د میلیونونو شیعه مسلمانانو په تیره بیا د اهل بیتو علیهم السلام د ټولو مینه والو د احساساتو د ژوبلولو لپاره یو بې مخینې او راپارونکې کار او هم د دیني مقدساتو، شخصیتونو او سمبولونو د احترام په لړ کښې د نړیوالو پریکړه لیکونو بې شرمانه خلاف ورزي ده.
د بحرین علماؤ هم داشان ټینګار وکړ چې د امریکې د حکومت دا لیون ډوله او بدمعاش ډوله اقدام یوازې د سیمې د ولسونو د قهر او د امریکې له ترهګر استکبار سره یې د مخالفت د زیاتیدو سبب کیږي.
د ویلو ده چې د امریکې د خزانې وزارت تیره چهارشنبه په ایران کښې د اتم معصوم امام حضرت امام رضا علیه السلام پاک حرم او د هغه د متولي او هم داشان د عراق د الحشد الشعبي د مرستیال مشر ابوفدک المحمداوي نومونه د خپلو بندیزونو په لړلیک کښې ورزیات کړل.