نتانیاهو د بایډن د مرستي غوښتونکې شو
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن په دوره کې واشنګټن سره د اړیکو د پیاوړي کېدو غوښتونکی شو.
په امریکا کې د ټرامپ د ولسمشریزي دوره د ختمېدو سره سم نتانیاهو چي د خپلو جنایاتونو اصلي ملاتړ د لاسه ورکړ له بایډن غوښتي چي د تل ابیب او واشنګټن تر مینځ ائتلاف پیاوړی کړي.
هغه همدارنګه له بایډن نه غوښتنه وکړه چي اسرائیلو سره د عربي هیوادونو د اړیکو له رغولو څخه ملاتړ وکړي.
ټرامپ په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د پېړۍ د معاملې په مخکتنې سره قدس شریف یې د اسرائیل یوه برخه وبلله او د فلسطینیانو د کورونو د ورانولو او نوي ښارګوټو د جوړلو له بهیر ملاتړ وکړ.
هغه همدارنګه امارات، بحرین، سوډان او المغرب یې وهڅول چي صهیونیستي رژیم سره ډیپلماتیکي اړیکې ټینګي کړي.
تېره ورځ د ټرامپ د ولسمشرۍ ۴ کلنه دوره پای ته ورسېد او بایډن د دې هیواد د ۴۶ ولسمشر په توګه د لوړي مراسم تر سره کړ.