ماشومان د سوریې د جګړې تاوان ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95684-ماشومان_د_سوریې_د_جګړې_تاوان_ورکوي
یونیسف اعلان وکړ په سوریه کې د جګړې له پیله تر لسو کلونو تېریدو وروسته لا هم د دې هیواد تر نیمایي زیات ماشومان له تعلیم څخه محروم پاتي شوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2021 14:06 Asia/Kabul
  • ماشومان د سوریې د جګړې تاوان ورکوي

یونیسف اعلان وکړ په سوریه کې د جګړې له پیله تر لسو کلونو تېریدو وروسته لا هم د دې هیواد تر نیمایي زیات ماشومان له تعلیم څخه محروم پاتي شوي.

د سانا د راپور سره سم، په لوېدیځه اسیا او شمالي افریقا کې د یونیسف سیمه ایز مشر او د سوریې په کړکیچ کې د بشري چارو تنظیموونکي مهند هادی د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي سوري ماشومان په دغه هیواد کې د جګړې تاوان ورکوي، کابو ۳ میلیونه ماشومان له تعلیم پاتي دي چي ۴۰ سلنه یې انجوڼي دي.

د دغه بیانیې پر بنیاد د سوریې تعلیمي سیسټم د بودیجې له کمښت سره مخ شوی او له هرو درو مکتبونو څخه د جګړو د امله یوه ودانۍ خرابه شوې او د استفادې وړ نه دي.

د سوریې له جګړې له پیله ۳۸۷ زره تنه وژل شوي او د ملګرو ملتونو د شمېرنو سره سم کابو ۷ میلیون سوري وګړي بې ځایه شوي او تر ۵ میلیون زیات سوري وګړي کډواله شوي دي.

د سوریې جګړه په ۲۰۱۱ کال کې د ترهګرو له پراخو بریدونو سره چي د امریکا، سعودي او نورو لوېدیځو هیوادونو ملاتړ له ځانه سره درلود په سیمه کې د صهیونیستي رژیم په ګټه د قدرت د انډولونو د ځای پر ځای کولو په هدف پیل شوه.

د سوریې فوځ د ایران د اسلامي جمهوریت په مشورتي مرستو او د روسیې په فوځي ملاتړ په دغه هیواد کې داعش ته ماته ورکړه خو صهیونیستي رژیم اوس هم په سوریه کې د ترهګرو د له مینځه تلو نه اندېښمن دی.