صهيونېسټانو د فلسطينيانو له ۸۰۰ زيات کورونه ويجاړل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95712-صهيونېسټانو_د_فلسطينيانو_له_۸۰۰_زيات_کورونه_ويجاړل_کړل
صهيونېسټ رژيم په تېره ۲۰۲۰ کال کښې د فلسطينيانو 869 کورونه او نورې ودانۍ ويجاړې کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2021 09:18 Asia/Kabul
  • صهيونېسټانو د فلسطينيانو له ۸۰۰ زيات کورونه ويجاړل کړل

صهيونېسټ رژيم په تېره ۲۰۲۰ کال کښې د فلسطينيانو 869 کورونه او نورې ودانۍ ويجاړې کړې دي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د صهيونېسټ غاصب رژيم ځواکونو په تېر ميلادي کال کښې د اردن د سيند په لويديځه غاړه کښې د فلسطينيانو 869 کورونه او ودانۍ ويجاړې کړي او شپږ زره پينځه سوه اوه مېوه دارې ونې ويجاړې کړې دي.

د ويلو ده چې صهيونېسټ رژيم د فلسطينيانو د کورونو په ويجاړولو او د هغوي په زمکو کښې د صهيونېسټ مېشته ښارګوټو په جوړولو سره غواړي د فلسطيني سيمو جغرافيائي جوړښت بدل کړي او دغو سيمو ته صهيونېسټي بڼه ورکړي چې په فلسطيني سيمو کښې خپلې سلطه غوښتنې تثبيت کړي.دغه ټول صهيونېسټ مېشته ښارګي د نړيوالو قوانينو له مخې غېرقانوني دي.