د ملګروملتوپریکړوپه اساس د فلسطینۍ موضوع حل پکاردی
د روسیي خارجه وزیر لاوروف ړاندیز کړی ، چې د ۲۰۲۱په اوړي کې دې د فلسطین دموضوع دحل لپاره نړیواله غونډه ترسره شي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف بیګا د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډې کې چې د فلسطین په موضوع سره ترسره شوي ، ووئيل و د فلسطین موضوع هماغه شان د لویدیځي آ سیا او شمالی افریقا پر درستو موضوعګانو جدي اغیزې شیندي .
دروسیې خارجه وزیر زیاته کړې ،دلویدیځي آسیا دسولې د بهیر د دوام لپاره لومړنی ګام باید دملګروملتو دامنیت شورا پر پریکړه لیکونو بیا ټينګارشي.
لاؤروف ټينګار کړی ، د فلسطین موضوع د لاښو شپو ورځو په هیلې سره نشي څنګة کیدلی .
د روسیې خارجه وزیر همداراز د فلسطینیو کډوالو دکارکسب رامینځةکونکي او مرستندوئې ادارې(آنروا) څخه د جدي مالي ملاتړونو غوښتنه کړې او دا ئې نه یوازې د غزې او لویدیځي غاړې د خلکو لپاره ضروري بللې ،بلکې په ګاونډیو عربو هیوادونو کې د درستو فلسطینیو کډوالو لپاره ئې هم مهمه چاره وبلله . او دغه راز وړاندیز کړی ، چې د ۲۰۲۱په اوړي کې دې د فلسطین دموضوع دحل لپاره نړیواله غونډه ترسره شي .