د صهيونېسټ رژيم فوځيانو په فلسطيني اسيرانو ښځو يرغل وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95786-د_صهيونېسټ_رژيم_فوځيانو_په_فلسطيني_اسيرانو_ښځو_يرغل_وکړ
د فلسطين سرچينو بېګا د فلسطيني اسيرانو ښځو په بنديخانه د صهيونېست رژيم د فوځيانو د يرغل خبر ورکړ.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 28, 2021 02:40 Asia/Kabul
  • د صهيونېسټ رژيم فوځيانو په فلسطيني اسيرانو ښځو يرغل وکړ

د فلسطين سرچينو بېګا د فلسطيني اسيرانو ښځو په بنديخانه د صهيونېست رژيم د فوځيانو د يرغل خبر ورکړ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې فلسطيني سرچينو وويل، د قدس د غاصب رژيم فوځيانو پرون په ناڅاپه توګه د فلسطيني اسيرانو ښځو په سلولونو حمله وکړه او هغوي يې سختې وځپلې.

صهيونېسټي فوځيانو د سختې يخنۍ باوجود ښځې اسيرانې له خپلو زنداني کوټو څخه راووېستلې په سخت وهلو ډبلو يې پرې شروع وکړه.

همدارنګ د فلسطيني اسيرانو د مطالعاتو مرکز په دې وروستيو وختونو کښې وويل، د صهيونېسټ رژيم په بنديخانو کښې په کورونا وائرسو د اخته فلسطينيانو شمېر لږ تر لږه دوه سوه پينځه نوي ته رسېدلے دے.

دغه مرکز د يو رپوټ په خپرولو سره وويل، په اوس حال کښې د صهيونېسټ رژيم په بنديځانو کښې څلور زره څلور سوه فسطينيان اسيران دي.

په دغه رپوټ کښې راغلي دي چې د صهيونېسټ رژيم چارواکي د فلسطيني اسيرانو بنديخانو ته وينځونکي موادو او سېنټائزرونو له وړلو څخه مخنيوے کوي او دغه فلسطيني اسيران تل له بدني او روحي شکنجو او غېر انساني سلوک سره مخامخ دي.