د یمن خلکو د تیریګرو پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i96286-د_یمن_خلکو_د_تیریګرو_پرضد_مظاهرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د یمن په زرګونو خلکو په سقطری جزیرې کښې د متحده عربي اماراتو په پوښښ کښې د صهیونیسټ رژیم په شتون باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2021 02:17 Asia/Kabul
  • د یمن خلکو د تیریګرو پرضد مظاهرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د یمن په زرګونو خلکو په سقطری جزیرې کښې د متحده عربي اماراتو په پوښښ کښې د صهیونیسټ رژیم په شتون باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

د یمن په زرګونو خلکو پرون د سقطری جزیزې په الوضیع ولسوالۍ کښې د صهیونیسټ رژیم په شتون د اعتراض لپاره مظاهرې وکړې او د قدس له نیواکګر رژیم سره د اړیکو عادي کول یې وغندل .

د یمن اعتراض کونکو د اسرائیلو د بیرغ په سوځولو سره ټینګار وکړ د فلسطین مسله د عربو او د مسلمانو ملتونو اصلي او مرکزي موضوع ده .

دغه راز د یمن د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي ټینګار وکړ په هیواد کښې د سولې تحقق د تیري د بندولو او د څلور ګوڼه  تیریګرو لخوا د هیواد د کلابندۍ د ختمولو اعلان ته ضرورت لري .

د یمن د انصار الله غورځنګ غړي محمد علي الحوثي پرون وویل په داسې حال کښې چې په یمن تیري او کلابندۍ هماغه راز دوام لري د سولې د تحقق لپاره د تیریګرو هیوادونو ادعا یو (۱)ډول تبلیغات دي چې ځانونه د قاتل په ځاې قرباني وښيي .