د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف جنګ دسیمې دبې ثباتۍعامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i96342-د_یمن_په_ضد_دسعودي_ائيتلاف_جنګ_دسیمې_دبې_ثباتۍعامل_دی
د امریکا نوي حکومت په متحده عربی اماراتو اوسعودي عربستان دوسلو پلورل درولي دي ، خو وئيل کیږي ، تر څو چې په عمل کې ثابته نشي ، دا هسې چټي ډنډورې سیمې ته امنیت اوسوله نشي ډالۍ کولی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2021 11:26 Asia/Kabul
  • د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف جنګ دسیمې دبې ثباتۍعامل دی

د امریکا نوي حکومت په متحده عربی اماراتو اوسعودي عربستان دوسلو پلورل درولي دي ، خو وئيل کیږي ، تر څو چې په عمل کې ثابته نشي ، دا هسې چټي ډنډورې سیمې ته امنیت اوسوله نشي ډالۍ کولی .

 فارس خبري آژانس  دالجزیره ټيلیویژڼی چینل له قوله راپور  و رکړی ،د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست  دکمیشن  مشر جوزف بورل  بیګا خبرداری ورکړی ،دیمن په ضد دسعودي ائيتلاف  جنګ په  سیمې کې د بې ثباتۍ عامل دی .

 هغه وئيلي دي باید  نور  په لویدیځي آسیا سیمې کې د وینو بهیدا ودریږي او ښکیل لوري دې  دخبرواترو له لارې خپل مینځنۍ شخړې حل کړي  او د سیمې خلکو ته دې آرامښت او ثبات بیرته ډالۍ کړي .

 داپه داسې حال کې دي چې د امریکا نوي حکومت په متحده عربی اماراتو اوسعودي عربستان  دوسلو پلورل درولي دي ، خو وئيل کیږي ، تر څو چې په عمل کې  ثابته نشي ، دا هسې چټي ډنډورې  سیمې ته امنیت اوسوله نشي ډالۍ کولی .

Image Caption

 

له دې سره په یووخت  دیمن دملی نجات حکومت خارجه وزیر هشام شرف په خبري کنفرانس کې  په عربستان  د انصار ...  د حملو د درولو لپاره  د امریکا د غوښتنې په غبرګون کې  وئيلي دي ،کله چې سعودي ائيتلاف  د یمن د مظلوم ولس په ضد حملې او کلابندۍ  ختمې  کړي ،نو دیمن پوځ او ولسی مبارز ځواک به هم خپلې حملې ودروي .