د یمن ډرونز دعربستان آبها هوائي ډګر د اور د لمبوښکارکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i96360-د_یمن_ډرونز_دعربستان_آبها_هوائي_ډګر_د_اور_د_لمبوښکارکړ
د یمن دملی نجات حکومت خارجه وزیر هشام شرف هم له دې مخکې وئيلي وو،یمن به په دغه هیواد دسعودي ائيتلاف دحملو ددریدا او دکلابندۍ دختمیدا په بڼه کې په عربستان خپلې توغندوي او ډرونز حملې ودروي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 11, 2021 03:13 Asia/Kabul
  • د یمن ډرونز دعربستان آبها هوائي ډګر د اور د لمبوښکارکړ

د یمن دملی نجات حکومت خارجه وزیر هشام شرف هم له دې مخکې وئيلي وو،یمن به په دغه هیواد دسعودي ائيتلاف دحملو ددریدا او دکلابندۍ دختمیدا په بڼه کې په عربستان خپلې توغندوي او ډرونز حملې ودروي .

 المسیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړ د  یمن د پوځ  ویندوي جنرال یحیی سریع  بیګا  په یو لړ څرګندونو کې وئيلي دي ،  ددغه هیواد  دبې پيلوټه الوتکو یونټ   پرون  دعربستان په آبها هوائي ډګر کې  د سعودي جنګي  الوتکو  کوټې  د صماد ۳  او قاصف ۲کې ډوله  بې پیلوټه الوتکو په شیشت کې راوستي  او د اور د لمبو ښکار ئې کړي دي .

یحیی سریع  ددې خبرې په کولو سره چې  دسعودي ائیتلاف  تیریګر  له عامو هوائي ډګرونو  دپوځي موخو په خاطر استفاده کوي زیاته کړې ده ، دغه اقدام  د سعودي ائیتلاف په وسیله  دیمن  ظالمانه کلابندۍ  او دهوائي تیریو د دوام په غبرګون کې شوی دی .

د یمن دملی نجات حکومت خارجه وزیر هشام  شرف هم له دې مخکې وئيلي وو،یمن  به  په دغه  هیواد دسعودي ائيتلاف  دحملو ددریدا او دکلابندۍ دختمیدا په بڼه کې  په عربستان خپلې توغندوي او ډرونز حملې ودروي .