حماس:
قدس شريف د فلسطين همېشنے پائتخت دے
Feb 24, 2021 02:26 Asia/Kabul
د فلسطين د مقاومت غورځنګ حماس تاکيد وکړ، د قدس شريف د يهودي جوړولو لپاره د صهيونېسټ رژيم سياستونو ماتې خوړلې او قدس شريف به د فلسطين پائتخت باقي پاتې شي.
د صفا خبري آژانس د رپوټ له مخې حماس د يوې بيانيې په جاري کولو سره د مسجدالاقصی د ساتونکي فادي عليان د کور په ويجاړلو او د هغۀ د کورنۍ په کډه کولو کښې د صهيونېسټانو وروستے جنايت وغندۀ او وجه يې له مسجدالاقصی څخه په ساتنه کښې د هغه اقدامات وبلل.
حماس د قدس شريف اوسيدونکي د مسجدالاقصی او دغه مقدس ښار په خلاف له دسيسو سره د مقابلې وړاندې کرښه وبلله او واضحه يې کړه په نيواکي قدس کښې د صهيونېسټ رژيم جنايتونه پکار دے د نړيوالو حقوقو په بنياد وڅېړل شي او سزا ورکړې شي.
ټیګونه