د صنعا حکومت به یمن د امن ساحل ته ورسوي
وروستي راپورونه ښئ د صنعاء پوځ او د ولسی مبارزو کمیټیو ماموران د مارب ښار په لویدیځ کې دصرواح په جنوب ختیځ کې په وادي ذنه کې پر دوو سیمو مسلط شوي او دغه راز ئې پرمختګ دوام لري .
زمونږخبریال راپور راکړ د یمن د ملی نجات حکومت خارجه وزیر هشام شرف عبدا.... له المیادین خبری چینل سره په مرکې کې وئيلي دي دصنعاء حکومت په سولې پسې دی ، خو د هر ډول سیاسی خبرواترو له پیلیدا مخکې باید په یمن باندې تیري ودریږي او په دغه هیواد کې د هوائي ډګرونو او بندرونو کلابندي او اقتصادي ترهه ګري هم لغوه شي .
عبدا... په یمن په تیریو کې د امریکا او انګلستان رول ته په اشارې سره هم وئيلی دي ، د یمن په چارو کې د ملګروملتو استازی مارتین ګریفیتس دداسې مسئلو په مطرح کولو پسې دی چې ښکاري دملګروملتو نه ،بلکې لازیات د سعودي ائيتلاف استازی وي .
د یمن خارجه وزیر دیمن دجنګ داوږدولو په باب په ایران هرډول تور لګول رد کړي او وئيلي ئې دي ، دایران حکومت په ډیرو مرحلو کې له یمن سره مرسته کړې او صنعاء د ایران دملت او مشرانو قدردان دی .
داپه داسې حال کې دي چې د یمن خبری سرچینو په مارب ولایت کې د دغه هیواد پوځ او انصار ا... ولسی غورځنګ د مبارزانو دپرمختګ خبر او په دغې سیمې کې له سعودي رژيم سره دا ړونده ځواک د یو شمیر لوړپوړو کمانډرانو دهلاکت خبر هم ورکړی دی .
وروستي راپورونه ښئ د صنعاء پوځ او د ولسی مبارزو کمیټیو ماموران د مارب ښار په لویدیځ کې دصرواح په جنوب ختیځ کې په وادي ذنه کې پر دوو سیمو مسلط شوي او دغه راز ئې پرمختګ دوام لري .
د یمن پوځي سرچینې له سعودي ائيتلاف سره داړونده او تښتیدلي ولسمشر منصور هادي سره د اړونده ځواک د مورچلو د دړې وړې کیدا او دمار ښار په شاوخوا کې د تیریګرو د پوځيانو دتښتې خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ،د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو ځواکونه د هغې ختیځّي سترې لارې په لور دپرمختګ په حال کې دي چې مارب ولایت ، دیمن په ختیځ کې له حضرموت ولایت سره یو ځاي کوي او دعربستان پولې ته رسیږي .