عربستان په سیمه کې د امریکا د نفوذ لامل دی
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرنیو چارو د کمیسیون مشر ټینګار وکړ چي عربستان په سیمه کې د امریکا د نفوذ تر ټولو غټ لامل دی.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرنیو چارو د کمیسیون مشر عباس مقتدایی وویل: امریکایان ثابته کړي چي تل له کمزورو حکومتونو څخه باج غوښتنه کوي او د هغوی شمتني چور تالان کوي.
مقتدایي زیاته کړه: د امریکا د مخکني ولسمشر ټرامپ اداره د وسلو د خرڅولو تر عنوان لاندې له عربستان څخه زیاتي پیسې واخیستې.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرنیو چارو د کمیسیون مشر ټینګار وکړ: هغه څه چي اوس د امریکا د نوې ادارې له لوري تر سره کیږي په حقیقت کې په لاسپوڅو حکومتونو یو ډول فشار دی چي په یو ډول نه په یو ډول یې شتمنۍ چور او تالان کړي.
د مقتدایي په وېنا اسلامي هیوادونه باید د خپلو ملي ګټو لپاره د یو بل سره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه موږ دې په دې باور یو چي عربستان باید د اسلامي نړۍ لمني ته بیرته راستانه شي تر څو د بهرنیو له ناوړو ګټي اخیستنې څخه خوندي پاته شي.