يمن د سعودي په ابهاء هوائي اډه بيا ډرون حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i97146-يمن_د_سعودي_په_ابهاء_هوائي_اډه_بيا_ډرون_حمله_وکړه
د يمن د وسله والو ځواکونو وياندد يمن د ډرون يونټ لخوا په ابهاء هوائي اډه کښې د سعودي د جنګي الوتکو په ځاله د حملې خبر ورکړ.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Mar 03, 2021 02:42 Asia/Kabul
  • يمن د سعودي په ابهاء هوائي اډه بيا ډرون حمله وکړه

د يمن د وسله والو ځواکونو وياندد يمن د ډرون يونټ لخوا په ابهاء هوائي اډه کښې د سعودي د جنګي الوتکو په ځاله د حملې خبر ورکړ.

د المسيره سائيټ د رپوټ له مخې جنرل يحيی سريع وويل، ابهاء هوائي اډه په قاصف K2- ډوله ډرون الوتکې سره د حملې هدف ګرځېدلې ده.

جنرل سريع دغه حمله ډېره دقيقه وبلله او زياته يې کړه، دغه حمله په يمن باندې د سعودي د جنګي الوتو د حملو د دوام او د دغه هېواد د محاصرې د دوام په ځواب کښې شوې ده.

همدارنګ سعودي ادعا وکړه چې د يمن يوه ډرون الوتکه کښې د سعودي په آسمان کښې په نښه کړې او تباه کړې ده.

د يمن وسله والو ځواکونو د فرورۍ په مېنځنو وختونو کښې هم څو ځل د سعودي په ابهاء هوائي اډې ډرون حملې وکړې.