پر اسرائيلو دحزب الله بریالیتوب د اسلامی امت بریالیتوب ؤ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i97482-پر_اسرائيلو_دحزب_الله_بریالیتوب_د_اسلامی_امت_بریالیتوب_ؤ
ا لحوثي خبر داری ورکړی ،امریکایان او صهونیسټان غواړي ، اسلامی امت په تسلیمدونکي وضعیّت کې راولي او همدرااز د دوی د دسیسو لپاره له خنډونو پرته یوه آزاده فضا پاتې شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 11, 2021 02:59 Asia/Kabul
  • پر اسرائيلو دحزب الله بریالیتوب د اسلامی امت بریالیتوب ؤ

ا لحوثي خبر داری ورکړی ،امریکایان او صهونیسټان غواړي ، اسلامی امت په تسلیمدونکي وضعیّت کې راولي او همدرااز د دوی د دسیسو لپاره له خنډونو پرته یوه آزاده فضا پاتې شي .

 المسیره ټيلیويژني چینل راپور ورکړی ،  دیمن دانصار ا.. غورځنګ رهبر  سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي  د دغه غورځڼګ د وخت درهبر حسین بدرالدین الحوثي دشهادت دکلیزې په مناسبت  پرون پخپلې وینا  کې وئيلي دي ، دښمنان په لبنان کې دحزب ا... ولسي غورځنګ په اهمیّت پوه شوي دي  او  ددغې  د مخنیوي  او  داسلامی امت پر نورو هیوادونو دخپلې سلطې د تثبیت لپاره  لاس په کار شوي دي  او هڅه کوي  د حزب ا...  دبیلګه ګرځیداپه وړاندې نفسیاتي او کلتوري خنډونه جوړ کړي .

 ا لحوثي خبر داری ورکړی ،امریکایان او صهونیسټان غواړي ، اسلامی امت  په تسلیمدونکي   وضعیّت  کې راولي  او همدرااز  د دوی د دسیسو لپاره  له خنډونو پرته یوه آزاده فضا  پاتې شي .

عبدالمالک بدرالدین الحوثي  ټينګار کړی ، حزب ا...  د ولسي مقاومت یوه بیلګه وړاندې کړې چې  دغه بیلګه بریالۍ هم ده او دښمنان ئې  ددغې بیلګې د خرابولو لپاره اړباسلي دي .  د یمن دانصار ا...ولسی غورځنګ رهبر روښانه کړې ده ، دښمنان هڅه کوي  په فرقه وي فتنو رامینځة کولو سره  ،اسلامی امت  پخپلو کې سره  وپاشي  او  ل امریکا او اسرائيلي  دښمن څخه د قطب نما غشی ، داسلامی هیوادونو د داخلی چارو په لور سم کړي .  هغه په دوام کې وئيلی دي ،دتکفیری ډلو درست تشکیلات  د امریکا ،صهیونیسټي  او لویدیځيوالو دپلان  داجرا اصلي آوزار  دي . چې نور اسلامی امت دوي ته ددغه شان سپيرو او  بې شرمو  فعالیتونو اجازت نه ورکوي او د  امریکا،صهنیسټانو اولویدیځوالو درستې دسیسې به   ناکامې کړي .