د نیواکي قدس په شمالي سیمو باندې د صهیونیستانو یرغل
Mar 17, 2021 13:59 Asia/Kabul
د نیواکي قدس پر شمالي سیمو باندې د صهیونیستي ترهګرو ځواکونو د برید د امله ګڼ شمېر فلسطیني وګړو ته مرګژوبله واوښته.
اسرائیل د فلسطین د مسلمان ولس په وړاندې د خپلو غلیمانه اقداماتو په دوام کې د نیواکي قدس په شمالي سیمه کفرقدوم باندې د فلسطینیانو په کورونو باندې برید وکړ.
د صهیونیستي رژیم ترهګرو ځواکونو په دغه برید کې د فلسطینیانو په ضد له اوښکو بهیونکو له ګاز او جګړه ایزو مردکو څخه کار واخیست چي د امله یې لس فلسطیني وګړې سخت ټپیان شوي دي.
د بشري حقوقو د ادارو له راپور سره سم، صهیونیستي رژیم په تېره یوه میاشته کې تر ۱۳۴ تنه زیات فلسطیني وګړې له کوم دلیل پرته نیولي او بندیان کړي دي.
ټیګونه