د سوریې په دیرالزور کې په امریکایي اډې باندې راکټي برید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i97990-د_سوریې_په_دیرالزور_کې_په_امریکایي_اډې_باندې_راکټي_برید
د سوریې په دیرالزور کې د امریکایي ترهګرو ځواکونو په اډې باندې راکټي برید شوی چي د امله څو تنه امریکایي فوځیان ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2021 02:56 Asia/Kabul
  • د سوریې په دیرالزور کې په امریکایي اډې باندې راکټي برید

د سوریې په دیرالزور کې د امریکایي ترهګرو ځواکونو په اډې باندې راکټي برید شوی چي د امله څو تنه امریکایي فوځیان ژوبل شوي دي.

د المیادین له راپور سره سم، د سوریې په شمالي ولایت ریف کې د کونیکو د ګازي میدان ته څېرمه د امریکې په فوځي اډې باندې له نامعلومو وسله والو له لوري راکټي برید شوی.

تر دې دمه هیڅ یوې ډلي د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستي.

د امریکا فوځ د سوریې د ډیموکراټیک کرد ځواکونو په ملاتړ د سوریې د قانوني حکومت په خلاف د سوریې شمالي سیمي اشغال کړي او د دې هیواد تېل او ګاز لوټولو ته ملا تړلې ده.

امریکایي ځواکونو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د کونیکو ګازي تاسیسات له داعش ترهګرو ډلو څخه ونیول او هلته یې خپله فوځي اډه جوړه کړه.

د سوریې حکومت په دغه هیواد کې د امریکې له فوځي حضور سره مخالفه دی او په ځلونو له واشنګټن څخه غوښتنه کړې چي د دې هیواد اشغال او د ترهګرو څخه ملاتړ ته د پای ټکی کښېږدوي.