د یمن دکلابندۍختمیدادې سیاسی اوپوځي موضوع نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98040-د_یمن_دکلابندۍختمیدادې_سیاسی_اوپوځي_موضوع_نه_ده
د  انصار ا...غورځنګ یوه مشر محمد علی الحوثي هم  وئيلي دي ، دصنعاء حکومت په رسمي توګه  د عربستان له خوا  هیڅ پلان نه دی ترلاسه کړی . هغه روښانه کړې ده ،دا چې  دغه پلان  رسما  یمن ته اعلان   شوی نه دی، ددې ښودنه کوي، چې سعودي عربستان  په یمن د خپلو تیریو او بمباریو  په درولو کې جدي نه دی او دا ډنډورې یوازې  رسندوئي بڼه لري.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 25, 2021 01:45 Asia/Kabul
  • د یمن دکلابندۍختمیدادې سیاسی اوپوځي موضوع نه ده

د  انصار ا...غورځنګ یوه مشر محمد علی الحوثي هم  وئيلي دي ، دصنعاء حکومت په رسمي توګه  د عربستان له خوا  هیڅ پلان نه دی ترلاسه کړی . هغه روښانه کړې ده ،دا چې  دغه پلان  رسما  یمن ته اعلان   شوی نه دی، ددې ښودنه کوي، چې سعودي عربستان  په یمن د خپلو تیریو او بمباریو  په درولو کې جدي نه دی او دا ډنډورې یوازې  رسندوئي بڼه لري.

 فار س خبری آژانس راپور ورکړی ، د یمن دانصار ا.... ولسی غورځنګ ویندوي او دصنعاء د حکومتي مرکچي ټيم مشر   محمد عبدالسلام  پرون پخپل ټولنیز پیغام کې د کلابندۍ ختمولو سره  خبرواترو دبهر هرډول اړوندول  رد کړي دي .

 عبدالسلام لیکلی دي ،تیلی اړتیاؤ ، خوراکي موادو او طبی تجهیزاتو ته لارس رسی ، د  یمن د  خلکو یو انساني او  قانوني  اړتیا او حق دی او مونږ  هیڅکله هم  له هر ډول سیاسی او پوځي شرط سره د کلابندۍ  د ختمولو اړوندول  نه منو .

 د یمن د لوړې سیاسی  شورا یوه مسئول مقام او د  انصار ا...غورځنګ یوه مشر محمد علی الحوثي هم  وئيلي دي ، دصنعاء حکومت په رسمي توګه  د عربستان له خوا  هیڅ پلان نه دی ترلاسه کړی . هغه روښانه کړې ده ،دا چې  دغه پلان  رسما  یمن ته اعلان   شوی نه دی، ددې ښودنه کوي، چې سعودي عربستان  په یمن د خپلو تیریو او بمباریو  په درولو کې جدي نه دی او دا ډنډورې یوازې  رسندوئي بڼه لري.

د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان د دوشنبې په ورځې په یمن کې د اوربند لپاره ددغه هیواد د نوښتي پلان خبر ورکړی ؤ، چې  یوازې رسندوئي بڼه ئې درلودلې او  په عمل کې  داسې هیڅ  اراده او نیّت نه لري  او غواړي د یمن په مارب ولایت کې د دغه هیواد دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  د پاکونکو عملیاتو په پرمختګ کې خار پار واچوي خو اوس په دغو دوکه بازو ډنډورو  یمن وال نور نه غولیږي تر څو ئې چې د دوي عملی ګام پورته کول نه وي لیدلي .