د یمن دمارب لویدیځي سیمې آ زادې شوي
د یمن د انصار ا...غورځنګ ویندوي له المیادین چینل سره هم په خبرو کې وئيلي دي ، ایران هیڅکله هم دیمن په چارو کې ګوتې نه وهي اودا تیریګر هیوادونه دي چې دیمن دبحران حل لاره له تهران سره تړي اولویدیځوالو ته پخپلو فیصلو کې واک ورکوي .
زمونږخبریال راپور ورکړ ، دیمن د انصار ا.... ولسی غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام بیګا په یولړ څرګندونو کې د یمن د مارب ښار ځینو لویدیځي برخو دآزادیدا خبر ورکړی او وئیلي دي ، مارب په یمن کې د جنګ یو اساس دی ، امریکا دې نتیجې ته رسیدلې ده چې په یمن کې جنګ دهغو او یا اسرائيلو لپاره ګټه نه لري .
عبدالسلام روښانه کړې ده ، مونږ آرامکو تاسیسات په شیشت کې راولوو، حتی که درستې دنیا ته هم تیل ورکوي ، او پوځي عملیات به تر هغه وخت چې جنګ دوام ولري ، روان وي او په یمن هرې حملې ته به په توغندي سره ځواب ورکړي .
په عین حال کې د یمن د انصار ا...غورځنګ ویندوي له المیادین چینل سره هم په خبرو کې وئيلي دي ، ایران هیڅکله هم دیمن په چارو کې ګوتې نه وهي اودا تیریګر هیوادونه دي چې دیمن دبحران حل لاره له تهران سره تړي اولویدیځوالو ته پخپلو فیصلو کې واک ورکوي .
له یمنه یو بل خبر چې د سعودي عربستان دانرژۍ وزارت نن سهار وختي ددغه هیواد په جنوبي سیمو بانډې د یمن د پوځ او ولسی کمیټیو دډرونز دحملو په تائيدولو سره په جیزان کې د تیلی زیرمو په یوه ستر چاڼځاي کې د اور دلیګیدا خبر ورکړی دی .
د عربستان دتیلو په وزارت کې یوه مسئول مقام دغه اقدام یو ورانکار اقدام بللی او په جیزان کې ئې دتیلی تولیداتو د ویشلو په زیرمې کې د اوور په تائيدولو سره مدعی شوی ، چې دغه اور کومې مرګ ژوبلې نه دي درلودلي.
دغه خبر له دې وروسته خپور شوی چې دعربستان دټولنیزو چینلونو ځینو کارونکو دعربستان دځینو هوائي ډګرونو دبندیدا او په دغو هوائي دګرونو کې د زورورو چاودنو دغږونو د آوریدو خبر ورکړی دی .د سعودي عربستان ځینو رسندویو بیګا د عربستان په جنوب باندې دیمن د پوځ او ولسی کمیټیو د بې پيلوټه الوتکو د حملې په تائيدولو سره وئیلي دي ، چې په دغه هیواد دیمن اتو ډرونز الوتکو حملې کړي دي البته د عربستان پوځي سرچینو ادعا کړې ، چې ډرونز ئې د سعودي په جنوب کې د خمیش مشیط ښار په فضا کې ګیر او تباه کړي دي . د تیرې جمعې په ورځې هم دیمن پوځ په شپږو ډرونز الوتکو سره په ریاض کې د آرامکو تیلی تاسیسات په شیشت کې راوستي او اور ئې پکې لګولی ؤ .