عربستان او امارات ،د امریکااسرائيلو او انګریزانودتیریومجريان شوي
د دښمن او خطرو په پيژندګلوۍ کې د امریکائي صهیونیسټي اطلاعاتي راپورونو او ارزونو باندې دعربستان او اماراتو ړوند اعتماد ، سبب شوی چې تیروتي فیصلې وکړي ..
فارس خبری آژانس راپور ورکړی د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ مشر سید عبدالمالک بدرالدین پرون ناوخته دیمن په شد دامریکائي سعودي تیریو د داوم کال په پلیدا سره په ټيلیویژني وینا کې وئيلي دي ، سره له دې چې درست واقعیتونه رابرسیره شوي دي ،خو عربستان تر دې دمه هیڅ عبرت نه دی اخستی .
الحوثي ټينګار کړی ، اسرائيل ، امریکا او انګلستان دتیریو دلګښتونو او دهغو له اړخونو او پائيلو څخه د ډډه کولو لپاره په یمن د تیریو داجرا لپاره سعودي عربستان او متحده عربی امارات ټاکلي دي .
بدرالدین الحوثي روښانه کړې ده ، په یمن دتیریو اصلی مجري سعودي عربستان دی او اماراتو هم ورسره ملګرتیا کړې او نور هم ددغو دواړو هیوادونو ګوډاګیان دي .
هغه ټينګار کړی د دښمن او خطرو په پيژندګلوۍ کې د امریکائي صهیونیسټي اطلاعاتي راپورونو او ارزونو باندې دعربستان او اماراتو ړوند اعتماد ، سبب شوی چې تیروتي فیصلې وکړي ..
د یمن دانصار ا.... ولسی غورځنګ مشر وئیلی دي ، هرکله چې په یمن تیریګر ائيتلاف په اخلاقي ،میداني او سیاسی تنګڅې کې راشي ، نو ملګري ملتونه واریدیږي او یمن والو ته وائي چې له جنګه لاس په سر شئ .
هغه په دوام کې وئيلي دي ، دسعودي تیریګرو دجنایتونو دغه اندازه ، یوازې پخپل سرو چلندونو سره تیروتنه نشي کیدلی ،بلکې تیریګر ځواک هر ډول ټيکنالوجي چې موخه ئې په روښانه توګه مشخص کوي ،په اختیار کې لري او یو ډول تر ټولو خطرناکه حمله ، د یمن دملت ترمینځ ددرز اوتفرقې اچولو او د فرقه پالو او توکمپالو عنوانونو سره د هیواد دویشلو لپاره دتیریګر ائيتلاف هڅه ده .