ځینې عربي هیوادونه یهودو سره دوستي او فلسطین سره دښمني کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98104-ځینې_عربي_هیوادونه_یهودو_سره_دوستي_او_فلسطین_سره_دښمني_کوي
د فلسطین د ازادولو د ولسي غورځنګ د سیاسي اړیکو مسئول د هغو عربي هیوادونو په کړچار سختي نیوکې وکړې چي صهیونیستي رژیم سره ډیپلماټیکې اړیکې برقراره کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2021 11:11 Asia/Kabul
  • ځینې عربي هیوادونه یهودو سره دوستي او فلسطین سره دښمني کوي

د فلسطین د ازادولو د ولسي غورځنګ د سیاسي اړیکو مسئول د هغو عربي هیوادونو په کړچار سختي نیوکې وکړې چي صهیونیستي رژیم سره ډیپلماټیکې اړیکې برقراره کړي دي.

د فلسطین د ازادولو د ولسي غورځنګ د سیاسي اړیکو مسئول ماهر الطاهر المیادین خبري چېنل ته وول: اوس له داسي عربي هیوادونو سره ښکېل شوي یو چي اسرائیلو سره لاس یو کړي او د فلسطین ولس خپل دښمن بولي.

هغه زیاته کړه: عربي هیوادونو یواځې اسرائیلو سره د اړیکو په برقرارولو بساینه نه دي کړي بلکي د فلسطین په وړاندې له دې منحوس رژیم څخه ملاتړ کوي.

نوموړي همدرانګه اندېښنې په ښودلو سره وویل چي له دې څخه وېره لري چي په فلسطین کې د ټاکنو اصلي موخه له صهیونیستي رژیم سره د خبرو اترو لپاره د زمینې برابرول وي.