یمن ترټولو بد انساني شرایط لري
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د مرستو د غږملتیا د دفتر ویاند «ینس لارکیه» په یمن کښې د انساني کړکیچ د زیاتیدا خبر ورکړ .
ینس لارکیه پرون د یمن د خلکو حالت خواشینونکی وباله او ویې ویل یمن په دنیا کښې تر ټولو بد انساني شرایط لري .
هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن کړکیچ په دنیا کښې ترټولو بد انساني کړکیچ دی د یمن له خلکو سره د مرستې لپاره یې د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه .
د ملګروملتونو د مرستو د غږملونکي دفتر ویاند« ینس لارکیه» ډاګینه کړه یمن ته د مرستو د رسولو په زمینه کښې له فعالو موسسو سره د نړیوالو مرستو کمیدا د دغه هیواد انساني شرایط لا پسې کړکیچن کړي دي .
مخکې ملګروملتونو ویلي وو یمن په دنیا کښې د خواړو له ترټولو سخت کړکیچ سره مخ دی .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، انګلستان ، د اسرائیلو او د ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې په یمن پوځي بمباریو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو جنګ تراوسه د دغه هیواد د څه د پاسه اولس زره (۱۷۰۰۰) خلکو د وژل کیدا او د لسګونو زره نورو خلکو د ژوبلیدا او د میلیونونو وګړو د کډوالیدا سبب شوی دی .