انصار الله غورځنګ د غمیزې په هکله خبرداری ورکړ
روسیه الیوم ټیلي ويژن نن راپور ورکړ د یمن د انقلاب د لوړې شورا مشر محمد علي الحوثي په الحدیده بندر کښې د صافر د تیلو د کشتۍ د چاودیدا له کبله د مرګوني غمیزې د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړ .
د یمن د انقلاب د لوړې شورا مشر او د انصار الله غورځنګ یوه(۱) مشر محمد علي الحوثي په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې پیغام کښې په ملګروملتونو غږ وکړ د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده سواحلو کښې د صافر د تیلو د کشتۍ موافقه اجرايي کړي .
الحوثي زیاته کړه که چیرې د صافر د تیلو د کشتۍ د چاودیدا له کبله د ژواک چاپیریال کومه غمیزه رامینځته شي په لنډه موده کښې به په دغه بندر کښې ټول فعالیتونه بند شي .
د صافر د تیلو کشتۍ چې څلور(۴) کاله کیږي د یمن په الحدیده بندر کښې «راس عیسی» بندر ته نږدې یې لنګر اچولی دی د مارب ولایت څه د پاسه یو(۱) میلیون بیرله تیل بار دي .
ملګروملتونو او د یمن د ملي ژغورنې حکومت تیر کال په الحدیده بندر کښې د صافر د تیلو د کشتۍ د سمدستي مرمتولو لپاره موافقه کړي وه .
سعودي عربستان د امریکا ، د انګلستان ، د متحده عربي اماراتو ، اردن وغیره په مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد جنګونو او له سمندر ، وچې او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .