د افغانستان ولسمشر په طالبانو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98254-د_افغانستان_ولسمشر_په_طالبانو_نیوکه_وکړه
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني په طالبانو ډلې باندې د هغه څه په دلیل چې د تاوتریخوالو زیاتول او د سولې له بندون سره مخامخ کول یې وبلل نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2021 08:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر په طالبانو نیوکه وکړه

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني په طالبانو ډلې باندې د هغه څه په دلیل چې د تاوتریخوالو زیاتول او د سولې له بندون سره مخامخ کول یې وبلل نیوکه وکړه .

اشرف غني نن د تاجیکستان د پلازمینې په دوشنبې ښار کښې د  استانبول د بهیر او د اسیا د زړه په غونډې کښې وویل د افغانستان خلک او حکومت د پایداره سولې غوښتونکي دي نو ځکه خو ضرورت شته د سولې موافقې ته د رسیدا لپاره په هیواد کښې تاوتریخوالي کم شي او اوربند ټینګ شي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني یوځل بیا د انتخاباتو له لارې د قدرت په انتقالیدا ټينګار وکړ او په نړیوالو ادارو یې غږ وکړ چې د انتخاباتو په بهیر باندې څارنې سره د شفافو  ټاکنو له لارې د واک د انتقال سبب شي .

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان هم په دغه غونډې کښې وویل د افغانستان جنګ نړیواله مسله ده  او نړۍ باید په اوسنیو شرایطو کښې افغانستان یوازې پرې نه ږدي .

د استانبول د بهیر او د اسیا د زړه نهمه (۹) غونډه د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبې کښې د کابو پنځوسو(۵۰) هیوادونو او نړیوالو موسسو د استازیو په ګډون سره ترسره شوه او اصلي چورلیز یې هم د افغانستان د سولې بهیر جوړوي .

دغه غونډه د ترکیې په استانبول کښې د یوې بلې مهمې غونډې له جوړیدا مخکې ترسره کیږي او د نظر خاوندانو په اند د افغانستان د سولې د بهیر په هکله د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کښې مهم رول لري .