بایډن له لویدیځي آسیاسیمې ځیني امریکائي عسکر او تجهیزات وباسي
د متحده ایالاتو مادي اومعنوي ملاتړونه ، په یمن د عربستان د حملې زمینه جوړونکي شول ، یو داسې جنګ چې د ملګروملتو د اړونده اورګانونو په وینا ،د ترټولو بدو انساني غمیزو د رامینځةکونې لامل شوي او د یمن بې وځله هیواد ئې له لازیات د درملیزو او خوراکي موادو له کمښت سره لاس او ګریوان کړی دی . همداراز په سورئې او عراق کې ئې جنایتونه هم له چا پټ نه دي .
د امریکا وال سټریټ ژورنال خپرونې راپور ورکړی ، یوه امریکائي چارواکي په دې زمینې کې وئيلي دي ، چې دغه ګام په فارس خلیج او لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا دپوځي شتون دبیا منظمیدا په چوکاټ کې ترسره کیږي .
ددغه راپورپه اساس ، د پيټریاټ توغندیو درې پلیټ فارمونه به چې یو ئې دعربستان په شهزاده سلطان هوائي ډګر کې دی ، حذف شي .
د وئيلو ده چې پنټاګان ، دهغو روزنو او تجهیزاتو په ارزونې بوخت دی چې سعودي عربستان ورته ضرورت لري . دالوتکو وړونکي بیړۍ پشمول پوځي تجهیزات له لویدیځي آسیا په منتقلیدا دي څو دنورو سیمو اړتیاوې تامین شي .
له بل پلوه د ایران د قضایه قوې دبشري حقوقو دکمیشن منشي علی باقري کني پخپل یوه ټولنیز پیغام کې په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکائي ترهه ګر پوځ په جنایتونو غبرګون ښودلی او د امریکا دجنایتونو په باب ئې پرقضائي تعقیبونې ټينګار کړی دی.
په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا اقدامات او د سیمې دملتونو دحقوقو چخڼي کول له هیچا پټ نه دي . لکه څنګه چې د متحده ایالاتو مادي اومعنوي ملاتړونه ، په یمن د عربستان د حملې زمینه جوړونکي شول ، یو داسې جنګ چې د ملګروملتو د اړونده اورګانونو په وینا ،د ترټولو بدو انساني غمیزو د رامینځةکونې لامل شوي او د یمن بې وځله هیواد ئې له لازیات د درملیزو او خوراکي موادو له کمښت سره لاس او ګریوان کړی دی . همداراز په سورئې او عراق کې ئې جنایتونه هم له چا پټ نه دي .