سعودی عربستان ته د الکاظمی د سفر هدفونه
د دغه سفر په اړه دوې موضوع مطرح دي . لومړڼۍ موضوع د عراق بهرنی سیاست ته د الکاظمی کلی کتنه او دوهمه موضوع هم د وروستی سفر خاص هدفونه دی .
د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمی تیر شورو په ورځ عربستان ته سفراو د دغه هیواد له ولیعهد بن سلمان ته کتنه اوخبرې اترې وکړې .
په عراق کې د مصطفی الکاظمی له لومړی وزارته یولس میاشتې تیریږی . الکاظمی د خپل لومړی وزارت له هماغه لومړیو عربستان ته د سفر په لټه کې وو . ټاکل شوی وه الکاظمی تیر کال لومړی وزارت ته له رسیدا وروسته په خپل لومړنی بهرنی سفر کې عربستان ته ولاړ شی خودغه سفر د هغه څه په دلیل چی د سعودی باچا ناروغۍ او بوډاتوب یاد شو ، ترسره نه شو او د هغه لومړنې سفر تهران ته ترسره شو .
له دې سره سره الکاظمی تل ښودلی ده چی عربستان ته له سفر او د ملک سلمان په شمول د دغه هیواد له چارواکو سره کتنې ته لیوالتیا لری چی په نهایت کې د تیرې شورو په ورځ دغه سفر ترسره شو . خو د عربستان باچا د عراق له لومړی وزیر سره کتنه ونکړه او د هغو کتنه یوازې له دغه سفر مخکې په مجازی توګه په یوه ټیلی فونی تماس پورې محدوده شوه .
د دغه سفر په اړه دوې موضوع مطرح دي . لومړڼۍ موضوع د عراق بهرنی سیاست ته د الکاظمی کلی کتنه او دوهمه موضوع هم د وروستی سفر خاص هدفونه دی .
مصطفی الکاظمی په کلی کتنه کې عراق د یوه عربی هیواد په توګه وینی او له عربی هیوادونو سره یې د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړی دی . د عراق لومړی وزیر د خپلې څوکۍ له هماغه لومړیو ورځو وښودله چی د عراق د مقاومت د چورلیز د سیاسی ډلو په وړاندې د داخلی انډول د رامینځته کولو لپاره د عربستان او اماراتو په شمول د مقاومت له حوزې بهر عربی هیوادونو سره اړیکو پراخولو ته ګروهنه لری .
پر دې اساس عربستان ته د هغه اوسنې سفر او یا د دغه سفر د ترسره کیدا لپاره د هغه ښکاره ګروهنه او همداراز د عراقی او عربستانی ډیپلوماټیکو پلاویو سفرونه چی له دې مخکې شوی دي ، باید په همدې لړ کې وجاجول شی . دغه کتنه د عراق په چارو د اغیزمنو او بهرنیو قدرتونو د ملاتړ وړ هم ده . د عراق لومړی وزیر په خپله شخصی پاڼه کې عربستان ته د خپل وروستی سفرهدف د سیمې د هیوادونو ترمینځ د وروګلویزو ملګرتیاو د افقونو پیاوړتیا وبلله .
عربستان ته د الکاظمی سفر له نورو اړخونو هم مهم دې .
حاضر دمه عراق مخې ته خپل مهم چیلنچ او مشکل اقتصاد دې . سخت اقتصادی مشکلات د حکومتی ضد مظاهرو د بڼه غوره کیدا اصلی عامل دی ، هغه مظاهرې د ۲۰۲۰ کال په دسمبر میاشت کې له لومړی وزارته د عادل عبدالمهدی د استعفا سبب شوې . کاظمی هڅه کوی د عربستان په شان له هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادی پانګونې د جذبولو له لارې پر عراق واکمن اقتصادی مشکلات کم کړی . په همدې لړ کې هم له دې مخکې عربستان سره څو اقتصادی تړونونه وکړل اود عراق په جنوب او لویدیځ کې یې د کرهڼې او مال ساتلو لپاره ریاض ته مځکې ورکړې . د عراق او عربستان ګډې پولې هم په دې هکله اغیزمنې دي . په بغداد کې د عربستان د سفیر په وینا، ریاض ته د الکاظمی په سفر کې د سرحدی لارو زیاتول په ایجنډا کې دي .
پر دې سربیره عراق په راتلونکی نومبر میاشت کې پارلیمانی انتخابات لری او په دغو انتخاباتو کې بریالیتوب او د عراق د لومړی وزارت څوکی ترلاسه کول چی اوس کاظمی په دایمی توګه په اختیار کې لری ، د هغه لپاره ډیر اهمیت لری . د بهرنیو سفرونو ترسره کول د عراق د لومړی وزیر له انتخاباتی هدفونه سره هم برابر دي .
بل ټکې دا دې چی عربستان هڅه کوی د اسلامی ایران په شمول داسیا د لویدیځ له نورو قدرتونو سره د خپلې سیمه ایزې سیالۍ په لړکې په عراق کی خپل نفوذ زیات کړی ، پر دې اساس ال سعود هم له عراق سره له اقتصادی او سیاسی اړیکو پیاوړتیا هرکلې کوی .
وروستۍ موضوع دا چی له عربستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره د کاظمی له هلو ځلو سره سره د عراق دننه په دې اړه مخالفې لیدتوګی موجود دي او ځینې اوچتې عراقی ډلې له ریاض سره د اړیکو د پراختیا هرکلې نه کوی ځکه چی عربستان د ترهه ګرو ډلو اصلی ملاتړې او په عراق کې د بی ثباتۍ او ناامنۍ اصلی عامل بولی .