د صهيونېسټ رژيم په جاسوسي اډې او کيشتۍ حملې اوشوې
عراقي سرچينو بېګا د عراق په شمال کښې د صهيونېسټ رژيم په يو استخباراتي او جاسوسي عملياتو په اډې او د اماراتو په سمندر کښې په يوې اسرائيلي کيشتۍ د حملې خبر ورکړ.
د عراق صابرين خبري چېنل او مرکز الاعلام المقام اعلان وکړ، يوې ناپېژندل شوې ډلې د عراق په شمال کښې صهونېسټ رژيم له جاسوسي ادارې موساد سره په وابسته استخباراتي – عملياتي اډې باندې حمله وکړه چې له امله يې يو شمېر اسرائيلي ځواکونه هلاک او ژوبل شول.
نوموړو سرچينو د موساد په دغې جاسوسي اډې باندې حمله صهيونېسټ رژيم ته يو سخت ګوازر وبلۀ.
دغو سرچينو د دغې حملې زيات تفصيلات نه دي ورکړي خو اعلان يې وکړ چې ډېر زر به يې تفصيلات اعلان کړي.
دغه حمله په داسې حال کښې اوشوه چې له دې مخکښې رسانه اي سرچينو د متحده عرب اماراتو له سمندري سواحلو سره نزدې د صهيونېسټ رژيم په يوې تجارتي کيشتۍ د حملې خبر هم ورکړ.
د يو نيوز خبري سائيټ د رپوټ له مخې د صهيونېسټ رژيم دغه تجارتي کيشتۍ پرون د اماراتو له الفجره بندر سره نزدې د حملې هدف ګرځېدلې ده
د دغه رپوټ له مخې هدف ګرځول شوې کيشتۍ هائپريون نوميږي او د پي سي سي نومې اسرائيلي کمپنۍ ملکيت دے.
صهيونېسټي رسنې جروزالم پوسټ د يو فوري خبر په خپرولو سره په اماراتو کښې په اسرائيلي کيشتۍ حمله تائيد کړه.
تر اوسه دغې کيشتۍ ته د رسېدلو تاوانونو د اندازې په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.