امنیت شورا د یمن د ملت د کړاؤنو او دردونومسئوله ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99044-امنیت_شورا_د_یمن_د_ملت_د_کړاؤنو_او_دردونومسئوله_ده
 د یمن د لوړې سیاسی شورا  دغه مسئول مقام همدداراز  په یمن کې دقخطۍ  ذمه وار  امنیت شورا او  دسعودي ائيتلاف غړي هیوادونه  بللي چې  دغې شورا  ورباندې اندیښنه ښودلې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 17, 2021 10:36 Asia/Kabul
  • امنیت شورا د یمن د ملت د کړاؤنو او دردونومسئوله ده

 د یمن د لوړې سیاسی شورا  دغه مسئول مقام همدداراز  په یمن کې دقخطۍ  ذمه وار  امنیت شورا او  دسعودي ائيتلاف غړي هیوادونه  بللي چې  دغې شورا  ورباندې اندیښنه ښودلې ده .

فارس خبری آژانس  راپور ورکړی ،  د یمن د  ملی نجات حکومت د لوړې سیاسی شورا مسئول مقام  محمد علی الحوثي پخپل ټولنیز پیغام کې د ملګروملتو د امنیت شورا  د اعلامیې په غبرګون کې لیکلی دي ،د امنیت شورا اعلامیه هغه شی دی چې  مونږ ئې اټکل  کړی ؤ  او دا ددغې شورا دصادقانه کړچار او د سټنډرډونو دنه  شتون ښودنه کوي . 

 الحوثي ټينګار کړی ،په درستو زمینو کې  دغه شان دړې وړې کیدونکی او  لټ کړچار، له امنیت شورا  سه نه ښائي  او امنیت شورا  د یمن په ضد دسعودي تیریګر ائیتلاف  شریکه ده .

 د یمن د لوړې سیاسی شورا  دغه مسئول مقام همدداراز  په یمن کې دقخطۍ  ذمه وار  امنیت شورا او  دسعودي ائيتلاف غړي هیوادونه  بللي چې  دغې شورا  ورباندې اندیښنه ښودلې ده .

 د ملګروملتو  امنیت شورا په یوې اعلامیې کې د یمن په شمال ختیځ کې په مارب ولایت کې سختې نښتې محکومې کړي  او د یمن دملی نجات حکومته ئې غوښتي وو ، دغه نښتې دې ودروي . امنیت شورا  د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف  تیریو ته له پامه پرته ، د سعودي عربستان په ضد د یمن دملی نجات حکومت  حملې محکومې کړي او   د یمن په نورو سیمو کې ئې د پوځي بدلونونو په باب  اندیښنه څرګنده کړې ده .