امنیت شورا د یمن د ملت د کړاؤنو او دردونومسئوله ده
د یمن د لوړې سیاسی شورا دغه مسئول مقام همدداراز په یمن کې دقخطۍ ذمه وار امنیت شورا او دسعودي ائيتلاف غړي هیوادونه بللي چې دغې شورا ورباندې اندیښنه ښودلې ده .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی ، د یمن د ملی نجات حکومت د لوړې سیاسی شورا مسئول مقام محمد علی الحوثي پخپل ټولنیز پیغام کې د ملګروملتو د امنیت شورا د اعلامیې په غبرګون کې لیکلی دي ،د امنیت شورا اعلامیه هغه شی دی چې مونږ ئې اټکل کړی ؤ او دا ددغې شورا دصادقانه کړچار او د سټنډرډونو دنه شتون ښودنه کوي .
الحوثي ټينګار کړی ،په درستو زمینو کې دغه شان دړې وړې کیدونکی او لټ کړچار، له امنیت شورا سه نه ښائي او امنیت شورا د یمن په ضد دسعودي تیریګر ائیتلاف شریکه ده .
د یمن د لوړې سیاسی شورا دغه مسئول مقام همدداراز په یمن کې دقخطۍ ذمه وار امنیت شورا او دسعودي ائيتلاف غړي هیوادونه بللي چې دغې شورا ورباندې اندیښنه ښودلې ده .
د ملګروملتو امنیت شورا په یوې اعلامیې کې د یمن په شمال ختیځ کې په مارب ولایت کې سختې نښتې محکومې کړي او د یمن دملی نجات حکومته ئې غوښتي وو ، دغه نښتې دې ودروي . امنیت شورا د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف تیریو ته له پامه پرته ، د سعودي عربستان په ضد د یمن دملی نجات حکومت حملې محکومې کړي او د یمن په نورو سیمو کې ئې د پوځي بدلونونو په باب اندیښنه څرګنده کړې ده .