لوېدیځه اسیا په تېره اوونۍ کې
د تېري اوونۍ په جریان کې د عراق او د یمن سیاسي او امنیتي بدلونونه د لوېدیځي اسیا د مهمو پېښو له جملې څخه شمېرل کیږي.
په عراق کې د تیری اوونۍ په جریان کې مهم سیاسي او امنیتي بدلونونه رامینځ ته شوي دي، د امنیتي له پلوه د چهارشنبې په شپه د اربیل هوایي میدان سره نږدې د امریکې فوځي اډه تر برید لاندې راغله، همدارنګه د عراق په شمال کې د ترکي فوځیانو په اډې باندې هم برید وشو.
د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمی یاد بریدونه غندلي او ویلي چي د دغو بریدونو هدف د عراق د امنیت کمزوري کول دی، د عراق ولسمشر برهم صالح بیا وویل: په اربیل او نورو سیمو باندې دوامداره بریدونه ترهګریز جنایت دی چي د عراق د ښاریزو امنیت له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د پنجشنبې په شپه بیا په نینوا کې د حشد الشعبي ولسي ځواکونو په مورچلو، چي د عراق د رسمي وسله والو ځواکونو یوه برخه بلل کیږي، هوایي بریدونه شوي دي.
د عراق په پلازمینه بغداد کې هم د پنجشنبې په شپه یوه لویه چاودنه وشوه، یاده چاودنه د موټر بم په وسیله د صدر په ښارګوټي کې شوې چي د امله یې یو تن وژل شوی او تر لس تنه زیات ټپیان شوي دي.
داعش ډله د صدر په ښارګوټي کې د چاودنې مسئولیت په غاړه واخیسته، د عراق ولسمشر برهم صالح هم یاد برید ټروریستي وباله او ویې ویل: په داسي حال کې چي د روژې مبارکه میاشته ده د حبیبې په بازار کې چاودنه د دې ښودنه کوي چي جنایتکاران د عراق د امنیت د له مینځه وړلو هڅې کوي.
هغه د ترهګرو ډلو په وړاندې مقاومت ته په اشارې سره د عراقي ځواکونو په ملاتړ او تجهیز باندې تینګار وکړ.
یوه موضوع چي د اهمیت وړ بلل کیږي هغه دا دی چي د عراق د حکومت هیڅ یو رسمي چارواکی په حشد الشعبي باندې د امریکایانو برید نه دی غندلئ، یوازې د عراق د ملی حکمت د سیاسي غورځنګ مشر سید عمار حکیم د جمعې په ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: په همهغه اندازه چي په حکومتی تاسیساتو باندې برید د هیواد امنیت او ثبات ته خطره پېښوي او د خلګو ژوند له ګواښ سره مخامخوي، هم هغه شان په حشد الشعبي ولسي ځواکونو باندې د امریکایانو برید د غندلو وړ دی، د عراق د رسمي چارواکو دغه دوه ګوني چلند په دغه هیواد کې د ناامنیو د زیاتېدو له عواملو څخه بلل کیږي او په عین حال کې د مقاومت د جریان د مخالفینو او پلویانو تر مینځ د تقابل او دریځ نیونو د سختېدو او د دې هیواد په رسمي ځواکونو یعني په حشد الشعبي باندې د امریکایانو د بریدونو د زیاتېدو سبب ګرځېدایشي.
د حشد الشعبي ځواکونو په وړاندې د عراقي چارواکو چوپتیا او غفلت په داسي حال کې دی چي د حشد ولسي ځواکونه له ۲۰۱۴ څخه بیا تر ۲۰۱۷ میلادي کال پوري د داعش په له مینځه بېولو کې اساسي رول لوبولی دی، اوس هم د عراق د نورو وسله والو ځواکونو څخه په ملاتړ سره د داعش د پاته شووني سره په مبارزه کې فعاله ونډه لوبوي.
حشد الشعبي تېره سې شنبې د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي د داعش یوه ډلګۍ یې چي په نینوا باندې د برید پلان لرل له مینځ وړې او ۶ تنه داعشیان یې هم د قانون منګولو ته ورسپارلي دي.
په عراق کې د تیري اوونۍ یوه بله مهمه پېښه د پارلماني ټاکنو لپاره موافقه وه، د عراق ولسمشر برهم صالح د دوشنبې په ماشام د پارلماني ټاکنو ځانګړې حکم لاسلیک کړ، صالح د دې په ویلو سره چي انتخابات مهم دی له ټولو عراقي وګړو څخه غوښټنه وکړه چي په ټاکنو کې د ګډون لپاره ځانونه تیار کړي، هغه همدارنګه د اکټوبر په لسمي باندې د ټاکنو په تر سره کېدو باندې په ټینګار سره یادونه وکړه چي ټاکنې د عراقيانو د موخو د پوره کېدو لپاره یو ښه فرصت بلل کیږي.
صالح د مربوطه اداراتو څخه غوښتنه وکړه چي هر څومره ژر د یوې ړنې ټاکنې د تر سره کېدو لپاره اړین امکانات برابر کړي.
په ټاکنیزو چارو کې د عراق د لومړي وزیر سلاکار عبدالحسین الهنداوی د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چي تر وخت مخکې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره ټولي قانوني او تخنیکي تیاری نیول شوي دي او د عراق د ټاکنو کمیسیون تیار دی چي ټاکنې د اکټوبر په لسمه باندې تر سره کړي.
د عراق د لومړي وزیر سلاکار زیاته کړه: پارلمان خپل د منحل کېدو لپاره د عراق فډرل ستري محکمې ته قوانین او چاري بشپړي کړي دي، په ټاکل شوې موده کې به ټاکنې تر سره شي.
د الکاظمي سلاکار څرګنده کړه: په یوه ورځ کې به ټاکنې په ټول عراق کې تر سره شي، او په هیڅ یوه سیمه کې به ټاکنې له ځنډ سره مخامخ نه شي. تر وخت مخکې د پارلماني ټاکنو تر سره کېدا د مصطفی الکاظمي له ژمنو څخه بلل کیږي چي د پارلمان څخه د باور رایې د تر لاسه کولو په بدل کې کړې وه.
د عراق لومړی وزیر د تېر میلادي کال په جولای میاشته کې اعلان وکړ چي د ۲۰۲۱ کال په جون میاشته کې به ټاکنې تر سره کړي، لیکن د عراق د ټاکنو کمیسیون د لومړي وزیر څخه غوښټنه وکړه چي د ټاکنې د تر سره کېدو نېټه وځنډوي تر دې غوښتنې وروسته د عراق پارلمان د ټاکنو له ځنډ سره موافقه وکړه او ټاکنې د اکټوبر د میاشتي لسمي ته پاتي شوه.
تر دې مخکې چي د جون ۶ نېټه د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره په نظر کې نیول شوې وه، ټاکنې د سیاسي ډلو له هرکلی سره مخ نه شو، خو داسي ښکاري چي د ټاکنو د نېټې له بدلېدو سره په ټاکنو کې د سیاسي ډلو دلچسبي زیاته شوې ده او د پارلماني څوکیو لپاره به سخته سیالۍ تر سره شي. پارلماني ټاکنې به د الکاظمي لنډمهالي ادارې ته د پای ټکی کښېږدوي او نوې کابینه او لومړی وزیر به وټاکل شي.
په تېره اوونۍ کې هم په یمن باندې د سعودي تېری ګر ائتلاف هوایي بریدونه دوام درلود او په مقابل لوري کې بیا د یمن حکومت په عربستان باندې د بې پیلوتو الوتکو او توغندیو په مت بریدونو ته دوام ورکړ.
عربستان په داسي حال کې د یمن په بېلابېلو سیمو باندې بریدونو ته دوام ورکړئ چي د رمضان د مبارکي میاشتي په رارسېدو سره د یمن مسلمان ولس روژه نیسي، د یمن د ژغورنې د ملي حکومت استازی محمد عبدالسلام په خپل ټوییټر کې ولیکل: په داسي حال کې د رمضان مبارکه میاشته رارسېدلې ده چي د یمن په ولس باندې د عربستان د یرغل او بریدونو اوهم کال پوره کیږي.
د یمن ولسي ځواکونو هم د سعودي ائتلاف تېریو ته غبرګون وښودل او د عربستان استراتیجیکي سیمو، لکه په هوایي میدانونو او د ارامکو په تیلي میدانونو باندې د توغندیو او بې پیلوتو الوتکو په مټ بریدونه وکړل.
د مارب په ولایت کې په تېره اوونۍ کې د ژغورنې ملی ادارې ځواکونو هم پرمختګ کړي، د یمني ځواکونو مخ په وړاندې تلو سره سم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عربستان جنایتونو څخه په صرف نظر سره د یمني ځواکونو د عملیات په غندلو سره په مارب کې د یمني ځواکونو د عملیات په درولو ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شنبې په ورځ د یوې بیانیې په صادرولو سره د مارب په ولایت کې نښتې غندلي دي، او د یمن د ژغورنې د ملي ادارې څخه غوښتنه وکړه چي خپل فوځي عملیات ودروي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یمن باندې د سعودي ائتلاف تېریو ته د توجه پرته په عربستان باندې د یمني ځواکونو بریدونه غندلي او په یمن کې د فوځي بدلونونو په اړه اندېښنه څرګنډه کړې ده.
د یمن د ستري سیاسي شورا غړی محمدعلی الحوثي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیانیې ته په غبرګون کې وویل: دغه شورا د تېرو ۶ کلونو په موده کې په یمن باندې د کړاونو او غمونو د تپلو مسئولیت په غاړه لري، او یادونه یې وکړه چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیانیه د وړاندوینې وړ وه، ځکه چي دغه شورا صادقانه عمل نه کوي او دوه ګوني اسټندردونه پالي.