د سوریې عسکرو په دوو مرکزونو کنټرول ترلاسه کړ
سپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړ د سوریې په القامشلي ښار کښې ځايي سرچینو په دغه ښار کښې د امریکا تر ملاتړ لاندې د کرد ډیموکراټیک عناصرو په دوو (۲) پوځي مرکزونو باندې د سوریې د حکومتي عسکرو د کنټرول د ترلاسه کولو خبر ورکړ .
ځايي سرچینو وویل کرد ډیموکراټیک عناصرو ته اړونده دوه(۲)مرکزونه چې د سوریې په ختیځ کښې د الحسکه ولایت په القامشلي ښار کښې په « حلکو » سیمه کښې وو او اوس پوځ ته اړونده د ملي دفاع ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ځايي سرچینو وویل امریکا ته اړونده کرد ډیموکراټیک عناصرو پرون غرمه له القامشلي ښار څخه ځینو سیمو ته د پوځي تجهیزاتو په استولو سره په « طی » سیمې حمله کړي ده او په ځینو کورونو یې د هوانونو ډزې کړي دي چې په نتیجه کښې يې یو(۱) ماشوم وژل شوی او دوه (۲) ملکي وګړي ژوبل شوي دي .
دغه راپور وايي د سوریې د القامشلي په قبایلي میشته سیمو باندې د کرد ډیموکراټیک عناصرو دغه حملې د امریکا د عسکرو نیغ په نیغه حکم سره ترسره شوي دي .
د امریکا عسکر او هغوې ته اړونده ترهګر عناصر ډیره موده کيږي چې په غیر قانوني ډول د سوریې په شمال او ختیځ کښې شتون لري او دوې د سوریې د تیلو د سرچینو او د غنمو په چورتالان کولو سربیره په دغه سیمه کښې د سوریې د حکومتي عسکرو او د خلکو پرضد هم یوشمیر غیر قانوني اقدامات ترسره کوي .
د سوریې چارواکو په ځلونو ټینګار کړی دی چې په هیواد کښې د امریکا اقدامات د نیواک په معنا دي .